
د پاکستان یوې معتبرې ورځپاڼې اېکسپرېس تربیون په وروستیو کې د امریکا د یو چارواکي په حواله راپور ورکړی چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي اډو د ساتنې لهپاره له طالبانو سره ناندرۍ وهي او دغې ډلې ته د قناعت ورکولو هڅه کوي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د امريکا دوې مهمې همېشنۍ غوښتنې دا دي چې د افغانستان له خاورې به غرب او د هغوی ملاتړو ته زیان نه رسېدلو تضمین ورکول کېږي او د دې هېواد د پوځي اډو د تلپاتي والي هوکړه به کېږي.
اېکسپرېس تربیون لیکلي، سره لهدې چې طالبانو تل د غربي او امریکایي ځواکونو په وتلو ټینګار کړی؛ خو داسې ښکاري چې د متحده عربي اماراتو په غونډې کې یې د امریکا د دغو دوو وړاندیزونو پر وړاندې کوم غبرګون نهدی ښودلی او په یو ډول د هو سر یې ورسره خوځولی دی.
د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې امریکا دغه ډول غوښتنې وړاندې کړي او هر تصمیم چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي؛ دوی یې ملاتړي دي.
ښاغلی زایري وايي، د خلکو او مدني ټولنو غوښتنې او د حکومت ۱۷ کلنې لاستهراوړنې به په ټولو خبرو اترو او د سولې مذاکرو کې سرهکرښه وي.

بلهخوا سیاسي شنونکی فدامحمد نظري او د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند وايي چې تر سولې وروسته طالبان هم د امریکا مالي مرستې ته اړتیا لري؛ نو ښايي دغه غوښتنې ومني. د دوی په خبره، په افغانستان کې د امریکا تلپاتې پوځي اډې د دې هېواد په ګټه دي ځکه چې په حضور سره یې د سیمې د لاسوهونکیو هېوادونو د مداخلې مخه نیول کېږی.
«که چېرې امریکا افغانستان کې ووسي، فلاني هېواد ته خطر دی، خطر یې موږ ته ښه دی. که چطرې حضور ونه لري، سبا به ایران بامیان ونیسي، پاکستان جلالاباد او کندهار نیسي او روسیه هم مزار نیسي. په دې صورت کې حضور یې موږ ته ضرور دی.»
دوی پهدې باور دي چې د سولې په صورت کې طالبان د افغان دولت برخه ګرځي او د دولت لیدلوري ته ځان تابع کوي.
په ورته وخت کې د اېکسپرېس تربیون ورځپاڼې د یو امریکایي چارواکي په حواله لیکلي چې د دایمي سولې تر راتلو وروسته، امریکا په پام کې لري چې له نړۍوالې ټولنې او عربي هېوادونو سره په همغږۍ د افغانستان د بیارغونې لهپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.





