طالبان: د امریکا تر وتلو به جګړه روانه وي

د افغان سولې په خبرو اترو کې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ د نورو موضوعاتو تر څنګ، یوه لانجمنه موضوع هم اوربند و.

امریکا او افغان حکومت ټینګار کوي چې طالبان اوربند ته غاړه کېږدي، ان تر دې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تېره ورځ د ټویټر له لارې د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې د خپلې ډلې د سولې مرکچي پلاوي ته دې د اوربند په اړه د بحث واک ورکړي.

خو د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي، یاده ډله به د امریکا له استازیو سره د اوربند په اړه بحث و نه‌کړي.

هغه وايي، جګړه پر دوی تحمیل شوې او تر هغې چې امریکایان په افغانستان کې وي، هېڅ ډول اوربند به و نه‌کړي.

د نوموړي په وینا، که ډله یې جګړه ودروي، امریکایان به له افغانستانه و نه وځي.

که څه هم طالبانو تېر کال د کوچني اختر په دې ورځو کې د حکومت له لوري تر اوربند وروسته، د حکومت غوښتنه ومنله، خو اوس داسې ښکاري چې له یاد اوربند نه ښه خاطره نه‌لري.

اړوند مطالب:

طالبان داسې مهال په غوڅ دریځ د اوربند مخالفت کوي چې اوس د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یادې ډلې جنګیالي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د اسلامي حکومت جوړول

د طالبانو ویاند له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي چې طالبان به په افغانستان کې اسلامي نظام جوړ او ټولې چارې به د اسلامي قانون له مخې پر مخ یوسي.

ذبېح‌الله مجاهد د ښځو د ازادۍ په اړه وايي، دیني عالمان د ښځو ازادي په ګوته کوي او دا به په هغې کچه کې وي چې په اسلام کې دي. د نوموړي په وینا، د غربي کلتور پر بنسټ د ښځو ازادي دې ډلې ته د منلو نه‌ده.

مجاهد زیاتوي، د اسلامي حکومت د جوړېدو په اړه د طالبانو دریځ به د قطر په راتلونکې غونډه کې روښانه شي او که په‌دې برخه کې کوم مخالفت رامنځ‌ته شي، دا ډله به یې په اړه پر راتلونکیو اقداماتو غور وکړي.

ټاکل شوې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو استازي د روانې میلادي میاشتې په ۱۹مه په قطر کې غونډه وکړي چې دواړه لوري به په‌کې د هېواد پر راتلونکي بحث او خبرې اترې وکړي.

د ملي یووالي حکومت هم د هغو کسانو نوم‌لړ خپور کړی چې ټاکل شوې د قطر په غونډه کې ګډون وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام