.jpg)
برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې ذکر کولو پر وړاندې د غبرګونونو په دوام، دا ځل د اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمدمحقق له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ورځې په پار جوړې شوې نمانځغونډې کې وویل چې د افغانستان هر قوم باید پهخپلې پېژندګلوي سره رسمیت ولري.
ښاغلی محقق وايي، په نورو د یوه هویت منلو لهپاره هڅې ناوړه پایلې لري او روان حالات به لهدې نور هم ترینګلي کړي چې حکومت به یې د کنټرول توان ونهلري.
د اجرایوي ریاست دویم مرستیال له ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي، نور دې د خلکو له زغم ازموینه نهاخلي او له دغو کړنو دې لاس په سر شي.
ده زیاته کړه، موږ باید د پښتون، تاجیک، ازبک او هزارهوو په پېژندګلوۍ وویاړو.
د محمدمحقق په وینا، د افغانستان اساسي قانون څوارلس قومونه د دې خاورې اصلي خاوندان بللي، هیڅوک او یا یو قوم په بل قوم پورته والی نهلري.
په ورته وخت کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا غونډه کې وویل چې خلک د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي او د بحران دوام به د اوسنیو حالاتو د لا خرابېدو لامل شي.
.jpg)
بلخوا د بلخ لرې کړل شوي والي عطامحمد نور یو شمېر پلویانو او قومي مشرانو له ښاغلي نور څخه د ملاتړغونډه کې وویل چې په نورو قومونو د یو قوم پېژندګلوي ورتپل غیرقانوني کار دی او هغوی به د ارګ زور ویلو پر وړاندې مقاومت وکړي.
د همپالنې لهپاره د بدلون بنسټ مشر حسیني مدني وايي، د یوې وړې کړۍ له لوري په نورو د پېژندګلوۍ ورتپلو د خلکو غبرګون پارولی.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ګډې کمېټې له لوري د نفوسو د احوالو ثبت قانون تعدیل لهپاره د ولسمشر د تقنیني فرمان له تایید وروسته، په پېژندپاڼو کې د افغان کلمې لیکلو پر سر ننګونې اوس هم پر ځای پاتې دي.
لهدې سره ارګ کې د جمعې په ورځ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ازمایښتي بهیر پیل شو؛ خو اجرایوي ریاست یې پر وړاندې جدي غبرګون او مخالفت څرګند کړ.





