په پاکستان کې ځينې د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې د پاکستاني پوځي چارواکو لهخوا د افغان ډیپلوماټانو احضارول د سفارتي اصولو او اخلاقو خلاف کړنه وه.
وروسته له هغه، چې د یاد هېواد سند ایالت د "لال شهباز قلندر" په زیارت کې ځانمرګی برید وشو، نو د اسلاماباد پوځي چارواکي د افغان سفارت مشران احضار کړل.
په دغه برید کې ۷۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۳۰۰ تنه نور ټپيان شول.
پاکستانیو پوځیانو له افغان سفارت غوښتنه وکړه، چې په دغه هیواد کې د دوی په ادعا د هغو ترهګرو ځالې ورانې کړي، چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه کوي.
پاکستاني سیاسي کارپوهان د خپل پوځ دا کړنه په سختو ټکو غندي او د ډیپلوماتیکو اصولو خلاف یې بولي.
د پېښور پوهنتون د ژورنالیزم ډپيارټمنټ پروفيسرعلي عمران وايي، چې د پاکستاني پوځ دا کړنه د سفارتي اخلاقو خلاف ده.
د هغه پر خبره سفیران د خپل هېواد استازيتوب کوي او باید اصولي چلند ورسره وشي.

څيړونکی او خبريال عبدالله ملک وايي، چې د قبایلي سیمو او افغانستان په اړه د پاکستان بهرنۍ پالیسي د پوځ په لاس کې ده.
ملک وویل، دا چې د افغانستان سفارت چارواکي د بهرنيو چارو وزارت پر ځای " جي، ايچ، کيو " یاد د پوځ لوی قوماندانۍ ته را بلل کیږي، دا به د دواړو هیوادونو د اړیکو روان بهیر تر اغیز لاندې راولي.
هغه وايي، چې د پوځ لوی قومانداني د جنګ لهپاره دی نه د سیاست لهپاره، ځکه سیاسي مسایل د بهرنيو چارو وزارت پورې اړه لري.
پاکستان په دې وروستیو کې د څو پرلپسې ځانمرګو بریدونو شاهد و، چې له امله یې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او په سلګونو نور ټپيان دي.
له دې بریدونو سره سم پاکستان د تورخم او چمن دروازې هم د افغانانو د تګ راتګ پرمخ وتړلې .





