مدني فعالان: حکومت د سیاسي هوکړه‌لیک په عملي کولو کې پاتې راغلی

د مدني ټولنو غړو او د هېواد ځينو سياسي څېرو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د ملي وحدت حکومت د سياسي هوکړه‌لیک په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.

"د سیاسي هوکړه‌لیک د لاسلیک نه تر اجرا د اصلاحاتو کانون" بنسټ غړي وايي، چې د دغه سیاسي هوکړه‌لیک پر زیاتو مواردو تر اوسه عمل نه دی شوی.

سیاسي فعال او د جمعیت ګوند غړي واقف حکيمي د دغه بنسټ په څلورمه ناسته کې وویل، چې د ټاکنو په قانون کې اصلاحات، د غوراوي کميټې منځ ته راوړل، د ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو ترسره کول هغه موارد دي، چې د لويې جرګې را بللو له پاره لاره هواروي، چې په دغو برخو کې تر اوسه اساسي اقدامات نه دي شوي.

د سیاسي چارو کارپوه سېد فاضل سانچارکي وویل، چې د سیاسي هوکړه لیک له مخې باید په لويو تصمیمونو کې دواړه اړخونه شریک وي، خو ارګ په دغه برخه کې بیا انحصار ګرايي کوي.

هغه وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ هغه صلاحیتونه، چې د اجرايوي ریاست پورې اړونديږي په اصلاحاتو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود ته سپارلي دي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، چې د ملي وحدت د رهبرانو ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته او هرڅه د ولسمشر او اجرایوي رییس په ګډو مشورو ترسره کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام