 ok.jpg)
په افغانستان کی د ناټو ملکي استازي نېکولاس کې سلاموطندار ته ویلي، په افغانستان کې سوله هغه مهال شونې ده چی بشري حقونه او د ښځو حقونه په بشپړه توګه خوندي شي.
نوموړي وویل، دوی په کابل او په ټول افغانستان کې د ښځو له بېلابېلو ډلو سره په اړیکه کې دي او له هغوی سره مرسته کوي چې سره یوځای او غږ یې واورېدل شي.
نېکولاس کې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د سولی بهیر ته خوشبینه دی او وايي، ټول افغانان سوله غواړي. نوموړي له طالبانو غوښتنه وکړه چې سولې ته غاړه کېږدي.
د ناټو ملکي استازی زیاتوي، په تېر کال کې د سولې په اړه سیمهییزه همکاري رامنځته شوې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي شوي او طالبان به د جګړی په ډګر کی بریالي نه شي.
د نېکولاس کې په وینا، هغه ټول اقدامات او همغږۍ چې د سولې په تړاو په تېر کال کې شوي، په ۲۰۲۰ کال کې به ښه پایله ورکړي چې په وینا یې، ډېر ژر به بینالافغاني خبرې اترې هم پیل شي.
په افغانستان کې د ناټو سفیر داسې مهال د بینالافغاني خبرو د پیل خبر ورکوي چې افغان حکومت د یادو خبرو اترو د پیل لپاره اوربند یو اساسي شرط بولي.

د سولی په چارو کې د دولت وزارت کارپوه طاهر ځلاند وایي، د دولت رهبري او د سولې په چارو کې د دولت وزارت دریځ دا دی چې د بینالافغاني خبرو لپاره سرتاسري اوربند حتمي دی او باید وشي.
د ځلاند په وینا، د اوربند فلسفه همدا ده چې طالبان باید دا په ډاګه کړي چې دوی یو واحد ادرس او صف لري او د واحدې رهبرۍ پر اساس به خبرو اترو ته داخلېږي.
دا په داسی حال کې ده چې امریکا غواړي په روان زېږدیز کال کې خپل ځواکونه په افغانستان کې را کم کړي.
د امریکا د امنیت شورا سلاکار رابرت اوبراین په یوه تازه مرکه کې ویلي، شونې ده چې امریکا له طالبانو سره په روان میلادي کال کې سولې ته ورسېږي، خو په وینا یې، که د سولې هوکړه ونه شي، بیا هم واشنګټن چمتو دی چې خپل ځواکونه په افغانستان کې را کم کړي.
اړوند مطالب:
د غني او خلیلزاد ليدنه؛ له اوربند پرته دا ځل خبرې هم بې پایلې دي





