
په کابل کې د امریکا د متحدهایالاتو سفیر جانبس په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې هېڅ افغان باید پهدې هېواد کې په ملي کټو خپلې شخصي او سیاسي ګتې مهمې ونهګڼي.
ده په څو پرلهپسې ټویټونو کې ویلي چې امریکایان او افغانان په ګډه سره اوږه په اوږه د ترورېزم د ځپلو او راتلونکي افغانستان لهپاره کار کوي.
ښاغلی جانبس په غیرمستقیم ډول د بلخ والي عطامحمد نور ته په مزارشریف کې د ننني تاوتریخوالي په تړاو ګوتڅنډنه کوي.
د امنیه قوماندان په توګه د بلخ لهپاره د عبدالرقیب مبارز له ټاکل کېدلو سره د بلخ والي عطامحمد نور د شپې له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مزارشریف له دولتي ادارو، سوداګرو او هټیوالو نن د رخصت کولو غوښتنه کړېوه. لهدې سره هممهاله له څو ساعتونو راهیسې د امنیتي ځواکونو او د عطامحمد نور د پلویانو ترمنځ نښتو زور اخېستی او د مزارشریف له بېلابېلو برخو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د بلخ اوسېدونکي وايي، یادې نښتې د نورو ځایونو په پرتله د امنیې قومانداني شاوخوا ته ډېرې دي، خو تر اوسه یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نهشته.
عطامحمد نور پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې دا نښتې «د خلکو پر ځان او مال د ارګمېشتو برید» بللی دی. نوموړي ویلي چې د بلخ اوسېدونکیو د دفاع لپاره هر ډول دفاع او قربانۍ ته تیار دی.





