ولسمشر په مشروط ډول د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ

 

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه  د ۵ زرو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ چې په مشروط ډول به په تدريجي ډول خوشې کېږې.

خو طالب چارواکو بیا ځینو رسنیوته ویلي چې په مشروط ډول د طالبانو خوشې کېدل د لاسلیک شوې هوکړې خلاف دي او ۵ زره طالب بندیان باید له شرط پرته خوشې شي.  

له بنده د طالب بندیانو د خوشې کېدو په فرمان کې راغلي چې په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ بندیان خوشې کېږي.

د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ به د روان کال د کب له ۲۴مې نېټې پیل شي او هره ورځ به سل بندیان روغتیایي وضعیت، عمر او د بند مودې ته په کتو خوشې شي.

د فرمان په بله برخه کې راځي چې د پاتې ۳۵۰۰ بندیانو له ډلې کله چې له طالبانو سره د افغان حکومت د پلاوي مذاکرات پیل شي؛ نو په هرو دوو اوونیو کې به ۵۰۰ طالب بندیان په دې شرط ازادېږي چې د تاوتریخوالي کچه را کمه شي.

له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې خوشې کېدونکي بندیان بايومټريک کېږي او په کتبي ډول ژمنه کوي چې بېرته به د وسله‌والو لیکو سره نه یوځای کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم نن په يوه خبري ناسته کې وویل چې حکومت دا بندیان د ښه نیت له مخې خوشې کوي او که طالبان په تاوتریخوالي کې کموالی راولي دا لړۍ به دوام ومومي.

نوموړی وايي، د تاوتریخوالي د نه کمېدو په صورت کې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ دروي.

په همدی حال کې په قطرکې د طالبانو ویاند سهیل شاهین یوې بهرنۍ رسنۍ ته ویلي چی په مشروط ډول د افغانستان له زندانونو د طالب بندیانو خوشې کول د هغې هوکړې پر خلاف دي چې د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې.

نوموړي زیاته کړه، دا موضوع د سولې په هوکړه کې په سمه توګه روښانه شوې چې لومړی به ۵۰۰۰ طالب بندیان ازادېږي او بیا به د افغانانو ترمنځ خبرې پيلېږي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې طالبان په قطر کې له امریکا سره لاسلیک شوې هوکړې ته ژمن نه دي او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.

نوموړی وايي، افغان امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او که د طالبانو بریدونه زیات شي؛ نو افغان ځواکونه به هم پر وسله‌والو طالبانو بريدونه وکړي.

نوموړی ټینګار کوي چې طالبان باید په هوکړه لیک عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره اندېښنه ښودلې چې طالبان په ځینو مواردو کې له لاسلیک شوې هوکړې سرغړونه کوي او تاوتریخوالی زیات شوی چې کېدای شي دا چاره د سولې د خبرو د پرمختګ پر وړاندې ستونزې را منځته کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام