
ملي امنیت شورا وايي، د افغان دولت د اړیکې لومړنۍ ډلې پرون د ویډیويي کنفرانس له لارې له طالب استازیو سره درېیمه غونډه کړې ده.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ټاکل شوې طالب پلاوی د سره صلیب په همکاري کابل ته راشي او دولت به یې په بګرام کې کوربهتوب وکړي، څو د بندیانو خوشې کولو لړۍ دوام ومومي.
دواړو لوریو دغه راز هوکړه کړې چې افغانستان ته د طالب پلاوي له راتګ ووسته به ټولې تخنیکي خبرې مخامخ وشي.
ملي امنیت شورا په بندخونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو اندېښنې په اړه ویلي چې دولت په دې برخه کې ټول روغتیايي تدابیر په پام کې نیولي دي.

د افغان دولت د اړیکې لومړنۍ ډلې تر دې وړاندې د وري میاشتې په درېیمه او شپږمه د ویډیو کنفراس له لارې دوه غونډې کړې دي.
د دولت او طالبانو ترمنځ په دویمه ویډیويي غونډه کې کابل ته د طالب پلاوي د راتګ په اړه هوکړه شوې وه، خو ملي امنیت نه ده روښانه کړې چې یاد پلاوی به کله راشي.
کابل ته راتلونکی طالب پلاوی لس غړي لري چې مشري یې مولوي ضیاالدین کوي. ټاکل شوې وه دغه پلاوی د تېرې جمعې یا شنبې په ورځ کابل ته راشي، خو افغان حکومت او طالبانو وویل چې د تخنیکي ستونزو له کبله یې راتګ ځنډېدلی دی.
ټاکل شوې افغان حکومت د طالب بندیانو خوشې کولو لړۍ سبا (سهشنبه، د وري دولسمه) په رسمي ډول پیل شي. په لومړي پړاو کې به ۱۰۰ طالبان له بنده خوشې شي.
حکومت ویلي چې د طالبانو ټول بندیان به له لیکلي ضمانت وروسته په تدریجي ډول خوشې کړي.





