د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اجراییوي بودیجه او کافي کارکوونکي نه‌لري

د افغانستان د ټاکنو روڼتیا څار بنسټ نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بودیجې نشتوالي، مسلکي کارکوونکیو نه ګومارنې او د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه د حکومت او بنسټونو نه ملاتړ ستونزې سبب شوې چې دغه کمېسیون پر خپل وخت کار ونه‌کړي او خلک هم پر رڼو او ټاکلې مودې ټاکنو بې باوره شي.

د افغانستان د ټاکنو روڼتیا څار بنسټ غړي حبیب‌الله شینواري غونډې ته وویل د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د بودیجې له کموالي سره مخ دی او تراوسه د دغه کمېسیون اجراییوي بودیجه د حکومت له‌خوا نه ده‌ورکړل شوې.

ښاغلی شینواري باوری دی چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ترمنځ نه همغږي، د ټاکنیزو شکایتونو سره د ټاکنو مهال‌وېش نه چمتوکول، په انډولیزه توګه د ټاکنیزو مرکزونو په جوړولو کې د سلامشورو نه‌‌شتوالی او څو نورو موارد ښيې چې د دغو دواړو کمېسیونونو ترمنځ اړیکې سړې او پیکه شوې چې دغه مسله به پر راروانو ټاکنو منفي اغېز وکړي.

ښاغلي شینواري زیاته کړه د ټاکنیزو شکایتونو د دارالانشا ریاست له‌پاره د ورپېژندل شویو کسانو نامعلوم برخلیک او د اداري سمون او ملکي خدمتونو کمېسیون کم‌کاري نورې هغه ستونزې دي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کار يې ټکنی کړی دی.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی او ویاند علي‌رضا روحاني دغه څرګندونې رد او وايي چې کمېسیون د بودیجې په برخه کې هېڅ ستونزه نه‌لري او د کمېسیون تش بستونه هم ډک شوي دي.

له دې ټولو سره سره د افغانستان د ټاکنو ړونتیا څار بنسټ د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې د ولسي جرګې ټاکنو له‌پاره د نوماندانو څېړنې کړنلاره او د نوماندانو شتمنۍ له رسنیو او ولس سره شریکه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام