
د فاریاب والي ویاند جاوید بیدار سلاموطندار ته وايي، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته د یو نږدې قوماندان نظامالدین قیصاري او د ولسي جرګې د غړي فتحالله قیصار ترمنځ د شخړې هواري لهپاره جدي هڅې روانې دي.
ښاغلي بیدار له دواړو خواوو نه غوښتنه وکړه چې د قانون په چوکاټ کې له یو بل سره د موضوع حل ته ورسېږي، هسې نه چې ځېنې کړۍ له همدې مخالفته ناوړه ګټنه وکړي.
په همدې حال کې نظامالدین قیصار، د ولسي جرګې په غړي فتحالله قیصار او د جوزجان د پولیسو په پخواني قوماندان رحمتالله ترکستاني تور پورې کوي چې څلور میاشتې مخکې د ده په کور کې اېښودل شوي بمونه د همدوی کار و.

نظامالدین قیصار زیاته کړه، دولت د دوی دواړو د نیولو په تړاو تراوسه هېڅ ډول ګام نهدي کړی.
ښاغلی قیصار همدارنګه وايي، دا چې حکومت له تېرو څوو میاشتو راهیسې کوم کار ونه کړ؛ خپله عمل کولو ته اړ شو.
وموغوښتل پهدې اړه د ولسي جرګې د غړي فتحالله قیصار نظر هم واخلو؛ خو په پرلهپسې هڅو سربېره بیا هم خبرو کولو ته چمتو نهشو.
خو د جوزجان پخوانی امنیه قوماندان رحمتالله ترکستاني، د مایناېښودو پېښه کې لاس لرل نه مني.





