ټاکنې؛ د سوله‌ییز ژوند یوازینۍ لار

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، افغانان د سوله‌ییز ژوند له‌پاره تر ټاکنو پرته بله هېڅ لار نه‌لري.

د نوموړي په وینا، د خلکو پرمخ د ټاکنو دروازې تړل، د ملي ګټو او افغانانو د حقونو خلاف او د سوله‌يیز ژوند مخنیوي له‌پاره هڅه ده چې باید ترې ډډه وشي.

دانش زیاتوي، اوس‌مهال د ټاکنو ځنډ او د لنډمهالې ادارې یا لویې جرګې جوړول د هېواد روښانه راتلونکې له‌پاره معقولې لارې نه‌دي.

خو د افغانستان نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي بیا د ټاکنو پروسې کې د بشپړې روڼتیا نه‌موجودیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د بایومټریک له مخې د راتلونکیو ټاکنو کول، د روڼتیا یوازینۍ لار ده چې تراوسه ورته پام شوی نه‌دی.

بلخوا د افغانستان له‌پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامېچي یاماموتو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکیو ټاکنو کې د احتمالي ځنډ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي، افغانستان کې روان سیاسي او امنیتي وضعیت کېدای شي د راتلونکیو ټاکنو پر نېټې ناسم اغېز وکړي او دا پروسه له خپل اصلي مسیره راوګرځوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام