حکومت په دوو ورځو کې ۳۱۷ طالب بندیان خوشې کړي

د ملي امنیت شورا د ۳۱۷ طالب بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. د ملي امنیت شورا دفتر په یوه ټویټ کې لیکلي چې یاد بندیان په تېرو دوو ورځو کې له بګرام او ځینو نورو بندخونو نه خوشې شوي دي.

د دغو بندیانو په خوشې کولو سره، د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۴۹۱۷ ته ورسېده.

د ملي امنیت شورا وايي، دا بهیر به د ۵۱۰۰ طالب بندیانو تر خوشې کولو پورې دوام وکړي.

دغه بندیان په هغه پنځه زره کسیز نوملړ کې شامل نه دي چې د طالبانو له لوري حکومت ته سپارل شوی، بلکې هغه کسان دي چې ولسمشر د اختر په لومړۍ ورځ د هغوی د خوشې کولو فرمان صادر کړ. ولسمشر غني ویلي و چې یاد ۵۰۰ بندیان به د لوی اختر تر څلورمې پورې خوشې شي.

ولسمشر محمداشرف غني د لوی اختر تر لمانځه وروسته په خپله وینا کې وویل چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو واک نه لري او په اړه یې د پرېکړې لپاره به لویه مشورتي جرګه راوغواړي.

حکومت تر دې مخکې ویلي و چې عدلي او قضايي ادارې پر ۵۹۲ طالب بندیانو ملاحظات لري او خوشې به نه شي، خو اوس دا شمېر ۴۰۰ یادېږي.

طالبانو تېره اوونۍ وویل چې د دولت د زر بندیانو خوشې کولو لړۍ یې بشپړه کړې ده.

په قطر کې د دې ډلې د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته یې په درې میاشتو کې د حکومت ۱۰۰۵ بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له مخې، ټاکل شوې د دولت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې تر بشپړېدو وروسته بین‌الافغاني خبرې اترې پیل شي.

خو حکومت له طالبانو غواړي چې د بین‌الافغاني خبرواترو د پیل لپاره تاوتریخوالی کم کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام