افغانستان کې د اداري او مالي فساد لمن دومره پراخه شوې چې د هېواد له پولو اوړي او د دې هېواد سفارتخانو او ور پورې اړوندو واحدونو ته رسېږي. همدا بسنه کوي چې د امریکا متحده ایالتونو کې د افغانستان سفارت وضعیت ته لنډه کتنه وشي. امریکا کې د افغانستان لوړ پوړي سیاسي استازي حمدالله محب له خپلو ځېنو همکارانو سره یو ځای د هېواد له ملي شتمنۍ څخه څه باندې ۱۷ میلیونه افغانۍ بډې کړيدي.
په ۲۰/۰۷/۱۳۹۵ نېټې، واشګنټن ډيسي کې د افغانستان سفارت په نوم د بهرنیو چارو وزارت اداري رییس محیالدین صاحبزاده په لاسلیک ۱۲۳/۷۱۶۲ شمېرې مکتوب کې راغلي: «واشنګټن کې د افغانستان له سفارت څخه د کورني تفتیش رارپور د پایلو پر اساس، له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۳۹۵ کاله پورې مالي چارې څېړل شوي چې احمدشاه کټوازې باید پهکې ۸۳۵۷۶ ډالر او ۴۳ سنټه ورکړي.»
دغه مکتوب کې په ښکاره لیدل کېږي چې سفارت ته پر ځانګړې شوې بودیجې سربېره د سفیر دویم منشي ښاغلي احمدشاه کټوازي د یما قریشي او بیژن طاهري په څېر نومونو ته مفتې پيسې ورکړي او دغو دوو کسانو ته یې اجازه ورکړې چې د کور کرایه او د الوتکې د تګ ـ راتګ ټکټ هم ورکړي. مکتوب کې راغلي چې ښاغلي کټوازي د سفارت دوو موټرو پلورلو او د پیسو په وهلو کې هم لاس لري.

په ۱۱/۸/۱۳۹۵ نېټې، واشنګټن کې د افغانستان سفارت تر عنوان لاندې د بهرنیو چارو وزارت ۷۱۶۹ شمېرې مکتوب کې راغلي: «کهچېرې واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ۱۷ میلیونو او ۸۰۰زرو باقي افغانیو برخلیک معلوم نهکړي، یادې پیسې له مرتضی حقجو او احمدشاه کټوازي څخه ګرځول کېږي.«

څه موده وروسته، په ۷/۰۵/۱۳۹۶ نېټې، د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین نصیراحمد اندېشه، واشنګټن کې د افغانستان سفارت تر عنوان لاندې ۳۱۵/۱۵۴ شمېرې مکتوب کې د کورني تفتیش ریاست راپور پایلې استولي او ټینګار یې پهکې کړی: «په ۸۸۹ او ۱۰۳۷ شمېرو مکتوبونو کې د ښاغلي کټوازي دفاعیه د قناعت وړ نهده او واشنګټن کې د افغانستان سفارت پور تراوسه پورې کابل ته نهدی ورکړل شوی.»

د ۱۳۹۷ کال د ثور ۲۵ نېټې، امریکا کې د افغانستان سفارت تر نوم لاندې وروستي ۱۶۷ شمېرې مکتوب کې راغلي، د تفتیش پلاوي له راپور او پرېکړې دوه کاله تېرېږي؛ خو هېڅ مثبته پایله نهلري او لا هم د لګول شویو پیسو برخلیک نامعلوم دی.

یوه معتبره سرچینه د نوم د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وايي، د سفارت مالي او اداري مسول احمدشاه کټوازي څخه، واشنګټن کې د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حمدالله محب له لوري ملاتړ کېږي او د دویم منشي له څوکۍ یې د لومړي منشي څوکۍ ته ارتقا کړېده.
دا سرچینه ادعا کوي چې دا وخت سفیر، امنیتي اتشه، پوځي اتشه، فرهنګي اتشه او د سفارت ډېر شمېر ډيپلوماټان له یو خاص قومه دي او دنده یې هم د ښاغلي غني ډلې ته د امریکايي سیاستوالو په منځ کې لابي کول دي.
د سرچینې په خبره، سره لهدې ثابته شوې چې د سفارت فرهنګي اتشې مجید قرار له خپل رسمي موقف نه ناوړه استفاده کړې؛ خو نوموړی بیاځلي د سفیر په ملاتړ د اول منشي په توګه وړاندیز شوی او ګومارل شویدی.
سرچینه زیاتوي، سربېره پر دې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هره میاشت د سفارت فرهنګي اتشې اداري لګښت ورکوي؛ خو د قانون خلاف سفیر هره میاست د بهرنیو چارو وزارت له معمولې بودیجې څخه جلا بودیجه د سفارت فرهنګي اتشې ته اختصاص کړېده.
دغه سرچینه وايي، حمدالله محب د لومړۍ مېرمنې دفتر مشره مدینه قاسمي چې په بهرنیو چارو وزارت کې هېڅ ډول کاري تجربه نهلري، ۱۳۹۵ کال کې واشنګټن کې د افغانستان سفارت لومړۍ منشۍ په توګه ګومارلې ده. پهداسې حال کې چې د ډیپلوماټیکو کارکوونکيو قانون شپږمه ماده کې راغلي: «ډيپلوماټیک او کونسلي کارکوونکي له هېواده بهر له درې کاله بالفعل خدمت وروسته، له برحاله دندې مرکز ته تبدیلېدی شي. مرکز کې هم د یادې مودې ترسره کول اړین دي.»
مېرمن قاسمي د رولا غني او حمدالله محب په ملاتړ مرکز ته له راستنېدلو پرته ۱۳۹۷ کال کې واشنګټن کې د سفیر مرستیالې په توګه ګومارل شوېده.
موږ د حمدالله محب، مجید قرار، مرتضا حقجو او احمدشاه کټوازي نظر ترلاسه کولو لهپاره، څو ځلې هغوی سره د ټیلیفون او اېمېل له لارې اړیکې ونیولې؛ خو هڅې مو بېپایلې وې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي هم راپور کې د مطرح شویو پوښتنو ځواب لهپاره وخت وغوښت؛ خو وروسته یې بیا د سلاموطندار ټیلیفوني اړیکو ته ځواب ورنهکړ.
سلام وطندار به ډېر ژر د انلاین وېزې سېستم د خدمتونو د ورکولو د څرنګوالي په اړه ـ چې په امریکا کې د افغانستان سفارت یو لوړپوړي چارواکي یو خپلوان ته ورکړې ـ لاسوندونه ترلاسه کړي.





