د جوزجان د ټولو ولسوالیو پر کلیو د طالبانو واک

د جوزجان والي مولوي لطف‌الله عزیزي وايي، تازه په‌دې ولایت کې ناامنۍ زیاتې شوي او خلک یې اندېښمن کړي‌دي.

د جوزجان والي په وینا، خماب ولسوالۍ په بشپړه توګه او څلور نورې ولسوالۍ هم د طالبانو په محاصره کې دي.

د ده په وینا، د ولسوالیو ټول کلي د طالبانو په محاصره کې دي او په خبره یې، تقریباً د نهو ولسوالیو په لارو کې طالبان حضور لري.

ورته مطالب:

«ټول کافران دي» د جوزجان ناامنیو سیمو ته د سفر روایت

جوزجان؛ طالبان پر پاکستان روسي ټانګونه پلوري

جوزجان کې پر ښځو د طالبانو تازه بندیزونه

ده اندېښنه وښوده چې د جوزجان څلور ولسوالۍ د طالبانو په محاصره کې دي او یو یې بشپړه د دې ډلې په ولکه کې ده.

د جوزجان والي همدارنګه وايي، اړتیا ده چې حکومت دغه ولایت کې د وسله‌والو ځپلو په موخه پوځي عملیاتو په لاره واچوي.

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي او قومي مشران هم دې ولایت کې د ناامنیو له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که‌چېرې امنیتي وضعیت او د حکومت پټه خوله پاتې کېدل همداسې دوام پیدا کړي؛ دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته سقوط شي.

د دوی په وینا، د ولسوالۍ دېوالونه په امن دي او پاتې د ولسوالۍ په بازار کې هم د ناامنۍ ستر خطر موجود دی.

دوی له دولته غواړي چې د ښار او ولسوالیو امنیت تامینولو په برخه کې پام زیات کړي چې خلک په ارامه ذهن او فکر سره ژوند وکړي.

د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي او قومي مشران له دولته غواړي چې د دې ولایت ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو په لاره اچولو له‌پاره هڅې وکړي او د خلکو اندېښنو ته د پای ټکی کېږدي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام