غزني کې د دفاع وزیر پر امنیتي غونډې توغندیز برید

په غزني ولایت کې نن سهار په ګډې امنیتي غونډه کې چې د ملي دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي، د ملي امنیت عمومي ریاست یو مرستیال او د کورنیو چارو وزارت یو مرستیال حضور درلود، د غونډې ځای ته په مخامخ ودانۍ دوه توغندي لګېدلي دي.

د والي ویاند محمدعارف نوري وايي، په دې پېښه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

نوري وايي، دغه امنیتي غونډه د غزني ولایت د امنیتي ځواکونو همغږۍ دفتر په مرکز کې جوړه شوې وه چې طالبانو پرې توغندي راویشتلي دي.

په غونډه کې د ملي دفاع وزیر طارق‌شاه بهرامي ویلي دي طالبان هڅه کوي دغه ولایت ناامنه کړي خو دا ولایت د دولت له‌پاره ځانګړی ارزښت او د نظام د رهبرۍ د پاملرنې په محراق کې ځای لري.

سربېره په دې دوه نور توغندي د غزني ولایت د ښاروالۍ او پوهنې ریاست په ودانیو لګېدلي دي.

د غزني ولایت د پوهنې ریاست ویاند شفیق‌الله قاریزاده او دغه‌راز عنایت‌الله عرفان د دې ولایت د ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول پېښه تاییدوي. دوی وايي، په دې پېښو کې د دواړو ادارو ۵ تنه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

غزني ته د دغو امنیتي چارواکیو د سفر موخه د دې ولایت د امنیتي حالت ارزول یاد شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام