د پروان ولایت د سل بیستریز روغتون مسوولان وایي، چې په وروستیو دوو میاشتو کې ۳۰ تنه داسې نارغان ورغلي، چې لېونيو سپيو خوړلي وو.

د دوی پر وینا، په دې کې یو ۵ کلن ماشوم د سخت ټپ او د رابیس مضر ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لېوني سپي ناروغي (Rabies) د مرکزي عصبي سیستم یوه بېړنی ویروسي ناروغي ده، د ځېنو حیواناتو لکه سپي، لېوه، چغال او پیشو په واسطه انسان ته هغه وخت انتقالېږي، چي نوموړي حیوانات په رابیس ویروس باندي ککړ وي او انسان وداړي. دغه ویروس معمولاً د ککړو حیواناتو په لاړو کې موجود وي.

هر کله چې یو کس د لېوني سپي په واسطه وچیچل شي؛ وروسته له ۱ – ۷ ورځو پورې په هغه کس کې ځېنې سیستمیک شکایتونه او نښې نښانې رامنځته کوي او وروسته بیا د دماغو د پاړسوب او التهاب سبب ګرځي او په لږو پېښو کې د ځېنو غړیو د فلجېدلو او په اخر کي د ژورې بېهوښۍ او مرګ سبب ګرځي.

د پروان د ملکي روغتون د ډاکټرانو مدیر ډاکټر محمد قاسم سنګین له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو دوو میاشتو کې د سپي خوړنې ۲۵ تنه د چاريکار له صیادان قریې نه او ۵ تنه د جبل السراج له ولسوالۍ نه دې روغتون ته رو وړل شوي دي.

ډاکټر سنګین په وروستیو کې د سپي خوړنې د زیاتوالي علت د لېونیو او کوڅه ډبو سپینو ډېروالی او د پروان ولایت په مرکزي روغتون کې د دغې ناروغۍ د واکسینو نشتوالی په ګوته کوي.

د پروان د صیادان کلي اوسېدونکي د اړوندو ارګانونو نه په ګیلې سره وايي، چې په ټول ولایت کې د دغې ناروغۍ د رملنې له پاره هیڅ تشخصیه مرکز نه شته او دوی مجبور دي، چې خپل ناروغان د درملنې له پاره مرکز ته ولېږدوي. هغوی د دې ناروغۍ نه اسانه لاره د سپیو کمښت او د کورنیو له خوا د ساتل شویو سپیو سمه ساتنه او د روغتیايي مرکز فعالېدل ګڼي.

د پروان ولایت زیاتره اوسېدونکي سپیان د ښکار او رمې د ساتنې له پاره ساتي او اکثره یې په کورونو کې د سپيو د ساتنې له فرهنګ سره اشنايي نه لري.

که څه هم د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د دغه ډول پېښو له پاره د «د چاپېریال روغتیا» په نامه یوه ځانګړې برخه لري، خو د پروان ولایت د مرکزي روغتون له خپرو شویو شمېرو نه بې خبري ښيي.

د پروان ولایت د روغتیا رییس محمد قسیم سعیدي وايي، چې تېر کال یې په مسمومې شوې غوښې باندې ۱۲۰۰ کوڅه ډب او لېوني سپي وژلي دي او سږ کال یې بیا د پروان په ځېنو سیمو کې دغه بهیر پیل کړی دی، خو تر اوسه په ښار او ولایت کې د لېونیو سپیو کوم خبر دوی ته نه دی رسېدلی.

د پروان ولایت د روغتیا مسوولان وايي، هغه کسان چې د رابیس په ناروغۍ اخته وي؛ دوی یې په ۲۴ ساعتو کې د واکسینو له پاره یو روغتيايي مرکز ته لېږدوي. خو پوښتنه دا ده، چې د پروان مرکزي روغتون د دغو واکسینو د نشتوالي خبره کوي؛ نو د کلیو ویروس وهلي اوسېدونکي کوم مرکز ته انتقالوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام