په شنډنډ کې د طالبانو خپل منځۍ نښته کې۱۰۰ طالبان وژل شوي

د هرات په شنډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په خپل منځي نښته کې له ۱۰۰ تنو زیات طالبان وژل شوي دي.

د هرات ولایتي ادارې مطبوعاتي مسوول جیلاني فرهاد سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له دوشنبې ورځې راهیسې د وسله والو طالبانو د دوه ډلو تر منځ د دغه ولایت د شینډنډ په ولسوالۍ کې نښته روانه ده، چې له ۱۰۰ زیات طالبان په کې وژل شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، نښته د ملا صمد او ملا ننګیال د وسله والو ډولو ترمنځ راونه ده.

فرهاد وویل، چې ملا صمد د ملا اخترمحمد منصور د ډلې نظامي قوماندان او ملا ننګیال د ملا رسول له نظامي کسانو څخه دی.

نوموړی زیاتوي، چې په دې نښته کې د ملا ننګیال ۶۰ تنه او د ملا صمد او ۴۰ تنه وسله وال کسان وژل شوي دي.

د هرات والي د دفتر مطبوعاتي مسوول پر وینا، په دې جګړه کې له دواړو لوریو یو شمېر وسله وال کسان ټپیان شوي هم دي.

د ده وايي، چې افغان امنیتي ځواکونو د دواړو وسله والو ډلو نظامي مورچې په توپونو ویشتي دي.

جیلاني فرهاد په خبره، د ملي اردو د توپونو په هوايي بریدونو کې له دواړو خواوو زیات شمېر طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د وسله والو طالبانو جلا شوې ډلې په داسې حال کې په خپلو کې نښتې کوي، چې د ملا عمر د مړینې د خبر له تایید وروسته، د طالبانو په لیکو کې د مشرتابه پر سر د نظر اختلاف را منځته شو او دومره جدي شو، چې له امله یې طالبان په څو ډلو ووېشل شول او په خپلو کې یې وسله والې نښتې پيل کړې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام