سناتورانو د اعتراض په توګه د مشرانو جرګې دروازې وتړلې

د مشرانو جرګې غړو په هېواد کې د وروستيو ناامنيو او د دغو ناامنیو له کبله جرګې ته د امنيتي مقاماتو نه حاضرېدو په اعتراض تر راتلونکې چهارشنبې ورځې پورې يې د جرګې دروازې وتړلې.

ددې جرګې نننۍ عمومي غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر وربلل شوی و.

د بهرنيو چارو وزیر نه ورتګ د جرګې غړو ټينګ غبرګونونه را وپارول او یو شمېرسناتورانو پر حکومت نیوکې وکړې، چې د اوسني حکومت زیات وزیران مشرانو جرګې ته درناوی نه لري او ددوی په غوښتنه غونډې ته نه حاضريږي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلیمیار وویل، چې وزیران په ټوله کې ملي شورا ته درناوی نه لري په خاصه توګه مشرانو جرګې ته.

نوموړي زياته کړه، چې حکومت باید په هېواد کې د افغان ځواکونو د سر پرې کولو په اړه ولس ته ځواب ووايي.

د مشرانو جرګې مشر خبرداری ورکړ، چې که حکومت په دې اړه سناتورانو پوښتنې ځواب نه کړي، نو دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

تېره ورځ ددې جرګې د شکایتونو د کمېسیون غونډې ته هم د مخابراتواو پرمختیاي ټکنالوژۍ وزیروربلل شوی و، چې هغه هم نه وو ورغلی.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې غړي حسیب کلیمزي وویل، چې حکومتي چارواکي له خلکو ځانونه پټ کړي دي، خو اوس د خلکوله استازوهم ځانونه پټوي.

د ده په وینا څو وزیران لکه د امنیتي چارو او د ملي امنیت لوی ریيس د بهرنیو چارو او مخابراتو او څو نور وزیران دي، چې دوی د سناتورانو په غوښتنه د کمېسیونونو او عمومي غونډو ته نه حاضریږي.

هغه زياتوي، چې په دې اړه باید سناتوران خپل جدي غبرګون وښيي.

په همدې حال کې د دې جرګې غړي صالحي مهیرزادي هم په حکومت نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې په ټوله کې چارواکي د مشرانو جرګې ته درناوی نه لري او د دوی پریکړې هم بابیزه بولي په داسی حال کې، چې د قانون له مخې دوی د سناتورانو پر وړاندی ځواب ویونکي دي.

نه يواځې دا چې مشرانو جرګه د کابينې ځينو وزیرانو څخه شکایت کوي، بلکې د ولسي جرګې د غړو له لوري هم په بار بار دا ویل شوي، چې وزیران د ولسي جرګې کمېسيونونو ته نه حاضريږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام