
د غور امنیتي چارواکي وايي، د شهرک ولسوالۍ په مرغه کلي کې د دوو خپل سرو سیمه ییزو قوماندانو خپل منځي نښتې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د غور ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ سرپرست ضیاالدین ثاقب سلام وطندار ته وویل، چې د ملا مصطفی او محسن ترمنځ د قومي اختلافاتو له امله جګړه شوې او تر اوسه دغه جګړه روانه ده.
دی وايي، جګړه تېره شپه ناوخته پيل شوې، چې وژل شوي درې واړه د محسن قوماندان کسان دي.
ضیاالدین وویل، پولیس هڅه کوي دغه نښته خلاصه کړي.
د راپورونو له مخې له ډېر پخوا راهیسې دغه قوماندانان په خپلو کې جګړه کوي، چې په وروستي ځل یې تېر کال په خپلو کې د جګړې له امله ۸ تنه وژلي وو او یو تن یې ټپي کړی و.





