وسله والو په کندهار کې د درېیو مېرمنو په ګډون د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي

 

ناپېژاندو وسله والو د کندهار ولایت په شاه ولي کوت ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي؛ په وژل شویو کسانو کې درې مېرمنې او څلور یې نارینه دي.

پېښه تېره شپه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د ملي کارېز په سیمه کې را منځته شوې ده.

د کندهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې وژل شوي وګړي ولسي خلک دي او ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

درانی وايي، د پېښې علت او انګېزه معلومه نه ده او پولیسو خپلې پلټنې پیل کړي دي.

نوموړي وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې د کورنۍ د غړیو په برید کې یو وسله وال هم وژل شوی، چې د وژل شوي کس جسد وسله والو له ځانه سره وړی دی.

ضیا دراني دا هم وویل، چې ښايي، "وسله والو کسانو له دې کورنۍ غوښتنې کړي وي، او د نه منلو په صورت کې وسله والو دغه ظلم او قتل کړی وي."

د سیمې یو اوسېدونکي محمد اکبر له سلام وطندار سره د ټیلیفون په کرښه وویل، چې وژل کسان یې کلیوال دي او عادي خلک وو.

محمد اکبر وايي، "د شپې یې په کلي کې د ډزو غږونه واورېدل، ګهیځ شوي د کلي په جومات کې خلکو وویل، چې ناپېژاندو وسله والو بېګاه په کلي کې د یوې کورنۍ اوتنه په کور د ننه وژلي دي."

د کندهار ولایت د بشر حقونو سیمه ییز دفتر پېښه غندي او وايي، چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.

تر اوسه پورې هېڅ وسله والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام