افغان حکومت د ټاکنیز نظام سمون ته ژمن دی

د ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله مرستیالانو د یک شنبې په ورځ (دسلواغې پر۱۲مه)  کابل کې په یوه خوله په ټاکنیز نظام کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ.

دا ژمنه داسې مهال تکراريږي، چې له تېرې یوې اونۍ راهيسي د ټاکنیزو نهادونو، مدني ټولنو له خوا پر حکومت تور پورې کيږي، چې ټاکنیزو اصلاحاتو ته ژمن نه دي.

خو د یک شنبې په ورځ په کابل کې جوړ شوي د ټاکنیزو اصلاحاتو ترنامه لاندې ملی کنفرانس ته د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش وویل: په ټا کنو کې ترټولو مهمه د ټاکنو د ترسره کیدو څرنګوالۍ او مدیریت دی.

ښاغلی دانش وایې، اوس د ټاکنیز نظام سمون ته زمینه برابره شوې، چې په اړه یې باید د مدني ټولنې استازي خپل وړاندیزونه چمتو او د دولت مشرتابه ته وسپاري.

په همدې حال کې د اجرایوي رییس دویم مرستیال محمد محقق وویل: د تېرو ټاکنو ترسره کولو له پاره پیاوړې سیاسي اراده نه وه، په داسې حال کې چې پر دغه بهیر د خلکو باور زیاتېدو  له پاره پياوړې سیاسي اراده په کار ده.

له ۱۵۰ زیات او کم مدني ټولنو څخه دجوړبنسټ(اکسین) مشر جانداد سپین په دغه کانفرانس کې په ټاکنیزو بنسټونو، د ټاکنو قانون، د ټاکنیزو کمېسیونو دندو، واکونو او جوړښت قانون دې سمون او صلاح راوستل ضروري وبلل.

ښاغلي سپين غر وړاندیز وکړ چې ددې اصلاحاتو له پاره دې یو واک لرونکی ۷ کسیز کمېسيون جوړ شي، چې دمدني بنسټونو استازي په کې هم غړیتوب ولري.

دسپین غر د وړاندیز پر اساس دغه کمېسيون دې دا واک هم ولري، چې په مالي او تخنیکي برخه کې له ملي او نړیوالو بنسټونو سره تړونونه لاسلیک کړي.

د ولسي جرګې د نړيوالو اړیکو کمېسيون مشر عبدالقادر ځاځي په د سلواغې د ۱۲مې دغه ناسته کې وويل، چې اوس مهال د ټاکنيزو کمېسيونونو د دندو، واکونو او جوړښټ قانون د تعديل طرحه د جرګې په عدلي او قضايي کمېسيون کې تر بحث لاندې ده.

په همدې حال کې د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو خپلواک کمېسيون مشر عبدالستار سعادت پر خپله فیس بوک پاڼه لیکلی و، چې دولسي جرګې دورستي تقنیني کال له امله اوسنۍ ولسي جرګه نه شي کولی د ټاکنو اړوند قوانينو کې اصلاحات یا تعدیلات راولي.

ولسمشر اشرف غني او اجرايوي ريیس د تاکنیز کړکیچ وروسته په سیاسي هوکړه کې ژمنه کړې وه چې په ګډه به ټاکنیزو اصلاحاتو برخه کې ګامونه اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام