روغتیا وزارت: د زېږون پرمهال د مېرمنو د مړینې کچه راټیټه شوې ده

روغتیا وزارت دا شمېره په داسې  حال کې اعلانوي، چې د میندو د مړینې دغه کچه په تېرو ۱۵ کلونو کې د زېږون پرمهال د اندېښنې وړ وه.

د دغه وزارت مسولانو د قابله ګانو د ورځې د نمانځنې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې د میندو د مړینې کچه ۳ تر ۴ برابره راکمه شوې ده او اوس دغه وزارت کولی شي، چې د میندو د مړینې۶۰ سلنه خطر راکم کړي.

د دغه وزارت مسولانو تېره ورځ (دوشنبې د می په ۱۸مه) د قابلو د ورځې د نمانځنې په پار د "قابله ګانې د ښې راتلونکې لپاره" تر نامه لاندې یوه غونډه کې وویل، چې افغانستان ته د میندو د مړینې په مقابله کې اوږده لاره پرته ده.

د روغتیا وزارت مرستیاله ناجیه طارق وايي، د دوی معلومات ښيي، چې په هېواد کې د قابله ګانو له زیاتوالي او پرمختګ سره، د ښځو او نویو زېږدلو ماشومانو په روغتیا کې ښه والی راغلی دی.

د اغلې ناجیې طارق په وینا په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د ۴۰ سلنو ښځو د ماشومانو زېږېدلو کارونه د قابله ګانو له خوا شوي، چې دغه کچه د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ میلادي کلونو په پرتله زیاتوالی ښيي.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت مرستیاله مژګان مصطفوي وویل، چې د دوی وزارت د روغتیا وزارت ته داسې طرحه ورکړې ده، چې له مخې به یې تر ۲۰۱۵ کاله پورې د میندو په مړینه کې د پام وړ کموالی راشي.

د مژګان مصطفوي په خبره، د ورکړل شوې طرحې له مخې په پام کې وه، چې د ۲۰۱۵ زېږديز کال تر پایه به په هرو سلو زرو میندو کې د مړینې کچه ۱۶۰۰ ته راټیټه کړي، خو دغه کچه اوس ۴۰۰ ته راټیټه شوې ده. دا د دې مانا ورکوي، چې روغتیا وزارت په خپلو کارونو کې د تېر کال په پرتله د توقع خلاف ښې لاسته راوړنې لري.

په همدې حال کې د ښځو او ځوانانو په چارو کې د اجرایه ریس مشاورې حبیبې سرابي د قابله ګانو د زحمتونو په اړه وویل، چې قابله ګانې په ډېرو سختو حالاتو کې د میندو او نویو زېږدونکیو ماشومانو ژوند ژغوري.

د حبیبې سرابي په خبره، اجرایه ریاست د دغو وزارتونو له پروګرامونو په تطبیق کې مرسته کوي.

څېړنې ښيي، چې هر کال له ۲۰۰ زرو زیاتې میندې او ۳ میلیونه نوزېږي کوچنیان د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام