د مخابراتو وزارت: په شپږو کلونو کې مو ۱۰۰ سایبري دوسیې څېړلې دي

په افغانستان کې د سایبري یا انټرنتي خدمتونو کارولو په زیاتیدو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، چې هره ورځ دوی ته د سایبري جرمونو په اړه شکایتونه کيږي.

د یاد وزارت ویاند یاسین صمیم سلام وطندارته وویل، چې په تیرو شپږو کلونو کې يې د انټرنتي جرمونو له ۱۰۰ زیاتې دوسيې ثبت او څیړلې دي.

صمیم زیاته کړه، چې د سپکاوي په موخه په مستعارو نومونو د فیس بوکونو جوړول، د بریښنايي معاملو شکایتونه، د پردو بانکي حسابونو هک او له هغوی غلا، د بریښنا لیکونو هک کول هغه جرمونه دي، چې دوی ورته رسیدنه کړې.

د صمیم پر وینا، ددغو جرمونو مخنیوي له پاره باید د سایبري پولیسو ظرفیتونه لوړ شي.

صمیم زیاته کړه، چې د مخابراتو وزارت د مالوماتو مرکز کې په نړیوال سټنډرډ تجهیزات لګول شو، چې د ۹۰ سلنه د جرمونو مخه نیول شوې ده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي سلام وطندارته وویل، چې د کورنیو چارو وزارت اوسمهال د سایبري سرغړونو په برخه کې پر ظرفیت جوړونه کار کوي او په دې برخه کې باید نور کارهم وشي.

نوموړي زیاته کړه، که چېرې څوک له سایبري خدمتونو ناوړه ګټه واخلي او د کوم چا شخصي حریم نقض شي، نو له سرغړونکي سره قانوني چلن کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره یکشنبه د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ټویټر پاڼه هم د نامعلومو کسانو له خو هک شوې وه او په دغه پاڼه کې د روښنايي غورځنګ په ملاتړ موضوعات خپاره شوي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام