د پلار له خوا پر لور جنسي تېری، د لور د زده کړو دوام

تمنا هغه نجلۍ ده، چې د زدکړو د دوام لپاره، د خپل پلار له خوا د غیر اخلاقي غوښتنو قرباني شوې ده. د بغلان استیناف محکمې یوې څارنوالې مژګان سلام وطندار راډیو ته وویل، چې د ۱۷ کلنې تمنا پلار څو ځلې پر هغې جنسي تېری کړی دی.

د دغې څارنوالې په په خبره، د نجلۍ پلار د پولیسو له خوا نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

د تمنا پلار خپلې لور ته ویلي، که غواړي، زده کړو ته دوام ورکړي؛ نو له هغه سره دې جنسي اړیکه ولري.

تمنا تر اوسه د امن په کور کې ده.

د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسې خدیجې یقین د ټيلفون له لارې د دغې موضوع د تائید تر څنګ وویل، د تمنا مور هم له څه وخت راهیسې د یو شمېر جرمونو له امله په زندان کې ده.

میرمنه یقین زیاتوي، چې دوی د دغې کورنۍ له څلورو کوچنیانو دوه تنه د امن کور ته وړي او دوه تنه يې د کم عمرۍ له امله زندان ته د مور خوا ته ورلېږلي دي.

په بغلان ولایت کې په تېره یوه میاشت کې دا دویم جنسي تېری دی، چې پر محارمو کېږي.

همدا تېره اونۍ د یوې کورنۍ ۱۴، ۱۸، او ۲۲ کلنې نجونې چې تازه له ایرانه افغانستان ته راستنې شوې وې؛ له خپل پلار نه یې د زده کړو د ممانعت په پار شکایت کړی و. د دې درېيو خویندو له ډلې تر ټول کشرۍ هغې ادعا کړې، چې نیشه يي پلار یې څو ځلې له هغې د جنسي اړیکو غوښتنه کړې ده.

سره له دې چې د نجونو مور او پلار وايي، چې خپلو لورګانو ته به د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي، خو یادې نجونې وايي، هیڅکله به بېرته خپل کور ته ستانه نه شي.

د دغو نجونو پلار پر هغه تپل شوي، ټول تورونه بې ځایه بولي.

خو له دې سره – سره د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه په دې باور ده، چې د تېر کال په پرتله په دې کال کې له ښځو سره د زور زیاتي قضيې کمې شوې دي. تېر کال دغه ریاست سره ۲۵۲ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال یې د تاوتریخوالي ۲۲۵ پېښې ثبت کړي دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړۍ والو راپورنو له مخې ډیري تاوتریخوالي په مرکزي افریقې هیوادونو او کم یې هم د سویلي اسیا په هیوادونو کې رامنځ ته شوي، خو د افغانستان لېرې پرتې سیمې بیا له دې ډول پېښو خوندي نه دي پاتې شوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام