افغانستان او ترکمنستان د ترهګرو پر ضد همزمانو عملیاتو ته چتووالی نیسي

د افغانستان او ترکمنستان امنیتي ځواکونه د ترهګرو د ځپلو په پاره د دواړو هېوادونو تر منځ په پرته ګډه پوله کې پر یووخت عملیات پيل کوي.

د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه چمتو دي، چې د ترهګرو د منځه وړلو له پاره عملیات پيل کړي.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، چې وسله وال طالبان د جوزجان ولایت خماب ولسوالۍ څخه تښتېدلي او د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په سیمې کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي وویل، چې ډېر ژر به د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو له پاره د ترکمنستان امنیتي ځواکونو په مرسته همزمانعملیات پيل کړي.

دوستم وايي، د ترکمنستان پوله ساتو ځواکونو هم د وسله والو طالبانو موقعیت په نښه کړی دی او د ځپلو له پاره به یې همزمان عملیات پيل شي.

دوستم د جوزجان ولایت په خم اب ولسوالۍ کې رسنیو سره په خبرو کې د همزمانو عملیاتو خبر ورکړ، خو د پيل کره وخت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ولسمشر لومړی مرستیال په داسې حال کې د همزمان عملیاتو د پيل خبره کوي، چې له دې مخکې افغان حکومت څو ځلې ویلي وو، په افغانستان له ترهګرۍ سره روانه جګړه د ټولې سیمې د ټیکاو له پاره ده او قربانيان یې افغان سرتېري دي.

جمهوری ریاست وايي، چې په افغانستان کې روانه جکړه سیمه ییز اړخونه لري او نړیواله ټولنه باید د دې سیمه ییزې ستونزې په حل کې له افغانستان سره مرسته وکړي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې سیمه ییزه اجماع رامنځته شي.

بل لورته د منځۍ اسیا هېوادونو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه اندېښنې لري او په ورته وخت کې روسيې هم د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د داعش ډلې په فعال حضور باندې اندېښنې څرګندې کړې وې.

په دې اړه له افغانستان سره د روسیې د پوځې مرستو او ان ځېنو رسینو کې د سوريې په شان په افغانستان کې د روسیې د هوايي بریدونو د احتمال خبرې کېدلې، چې د ولسي جرګې مرستیال په مشرۍ یو پلاوی روسیې ته لاړه او هلته یې د ټولو اندېښنو په اړه روسیې چاروکو سره خبرې وګړې.

دغه پلاوي له روسانو غوښتي، چې مرستې دې د افرادو پرځای مرکزي حکومت او امنیتي نهادونو سره وکړي.

جنرال دوستم تېره اونې د سه شنبې په ورځ هغه مهال د دویم ځل له پاره شمال ته لاړه، چې وسله والو طالبانو پر غورماچ ولسوالۍ برید وکړ او دغه ولسوالي یې ونیوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام