
په سرپل ولایت کې یو پخواني طالب خپله مخکېنۍ معشوقه او د هغې مېړه یې په ګولیو وویشتل او وروسته یې ځان وژنه وکړه.
دغه طالب پنځه میاشتې مخکې د سولې له بهیر سره یوځای شوی و.
پېښه د سرپل ښار اړوند په سیداباد کلي کې را منځته شوې ده.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، کله چې دغه پخوانی طالب د خپلې معشوقې له وادهکولو خبریږي؛ سمدستي د سولې بهیر سره یو ځای کېږي او د دواړو د وژلو اراده کوي.
د اماني په خبره، پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
د ريپوټو له مخې تېره دوشنبه هم په دې سیمه کې یوه ښځه د ناپېژندو وسله والو له لوري وژل شوې وه.





