پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې د دوی او چین هڅو رنګ راوړی او د پردې تر شا له میاشتو هلو ځلو وروسته توانېدلي، چې وسله وال طالبان افغان حکومت سره خبرو ته قانع کړي.
يو لوړپوړي پاکستاني چارواکي دنوم نه ښودو په شرط ایکسپر ټريبيون ته ویلي، چې دافغان حکومت استازي طالبانو سره په اړېکه کې دي چې د سولې خبرو دڅرنګوالي له پاره لارې چارې ولټوي.
دغه چارواکي ویلي، چې پاکستان او چین دطالبانو او افغان حکومت خبرو ته کېنولو باندې بریالي شوي دي؛ خو د ځای ځايګي په اړه دقیق څه نه وايي.
په همدې حال کې دپاکستان انګریزي ژبې ډان نیوز هم دپاکستاني چارواکو له خولې خبر ورکړی، چې د قاري ضیا الدين په مشرۍ په دوحه کې دطالبانو سیاسي دفتر بیا په کار پېل کړی.
په همدې لړ کې ویلی کيږي چېن هم دسولې د خبرو له پاره د بیجینګ وړاندیز کړی دی او زیاته کړې یې ده چې چین دافغان سولې د خبرو اترو کوربتوب ته چمتو دی.
پاکساني رسنۍ وایي ټاکل شوې نزدې مهال دافغانستان د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدین رباني په همدې لړ کې په لنډمهالي سفر اسلام اباد ته لاړ شي.
بل لورې تېره ورځ افغان ولسمشر اشرف غني هم په یوې وینا کې ویلي، چې د سولې په پروسه کې د پاکستان منځګړيتوب ډير مهمی دی .
ښاغلي غني دپاکستان دهغه څرګندونو هرکلی کړی چې په کې یې د افغانستان دوښمن دپاکستان دوښمن بللی و؛ دغه څرګندونې راحیل شریف کابل ته د خپل سفر پر مهال کړې وې.
په اسلام اباد کې میشتې افغان سفارت خانې په یوې خپرې کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې افغان حکومت دپاکستان هلو ځلو ته د قدر په سترګه ګوري؛ خبر پاڼه زیاتوي، چې ترهګري ددواړو هیوادونو له پاره ستر ګواښ دی او افغانستان، پاکستان او نړیوال په ګډه ددې ستونزې دحل له پاره ژمن دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ځينې دافغان سولې دوښمن عناصر شته، چې هڅه کوي دافغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې له ستونزو سره مخ کړي.
خبر پاڼې ددغه سولې دوښمن عناصرو په اړه وضاحت نه دی ورکړی چې موخه یې څوک دي؟
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دپاکستان د کورنيو چارو وزیر نثار احمد خان چوهدري په امریکا کې یوې خبرې غونډې ته ویلي و د ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې په لړ کې افغانستان او پاکستان یو بل ته نزدې شوي دي.
د پانجشنبې په ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ سلام وطندار ته د طالبانو او امریکا ترمنځ دخبرو پېل شایعه بللې وه خو دافغان حکومت او طالبانو دخبرو په اړه یې له څه ویلو مخ اړولی و.





