
د افغان ملي اردو یو سرتېری سیدولي ساحل له خپلو همسنګرانو سره یوځای د خوښې احساس کوي او وايي چې بریالي عملیات یې د ژوند خوږې خاطرې دي.
دی وايي، عملیاتو ته تللی و او په بریالیتوب یې وکړل، خو کله چې ترې راوګرځېده، قوماندان او نورو ملګرو یې په غاړه کې ګلونه ور واچول او ویې هڅوه. د ده په وینا، همدا یې د ژوند تر ټولو ښه خاطره ده او بدې خاطرې هم نهلري.
سیدولي ساحل د لغمان ولایت د الینګار ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی چې له ۹ کلونو راهیسې د ملي اردو په لیکو کې سرتېري دی. سیدولي په بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په موخه په ډېرو عملیاتو کې ګډون کړی او اوس د خوست ولایت د متون بابا په غونډۍ کې د قطعې د دویم ټولي کې دنده لري.
نوموړی وايي، له ډېر پخوا راهیسې یې له پوځ سره ډېره مینه لرله او دا یې ارمان و چې یو وخت په پوځ کې شامل او د خپل هېواد او ولس خدمت وکړي.
سیدولي زیاتوي، له کوچنیوالي یې نظامي لیکې خوښېدې او کله به یې چې نور کسان د ملي اردو په ښکلیو جامو کې لیدل، د یادو لیکو لپاره به یې د ده تلوسه هم ډېروله او همدا لام و چې ځلمیتوب ته له رسېدو سره سم د اردو لیکو ته ورغلی، نظامي زدهکړې یې وکړې او اوس په پوره جرات او مینه خپله دنده کوي.
ساحل وايي، له کوره هم په خپله دنده کې د خوښۍ احساس کوي او کورنۍ یې هم ورته هڅوي.
سرتېری: چې بدن کې مې یو څاڅکی وینه پاتې وي؛ جنګېږم
سرتېری؛ د پولیس لهپاره ویښتیا او ځیرتیا لومړی شرط دی
په غبرګو پښو معیوب سرتېری اوس هم د وطن دفاع کوي

نوموړی په خپله دنده کې له معاش، خوړو، رخصتۍ او نورو اسانتیاوو نه خوښي څرګندوي او غواړي چې پهکې بریالی او لوړې رتبې ته ورسېږي.
دی زیاتوي، هېڅکله په خپله دنده کې نهدی ستړی شوی، هېڅکله یې د ناهیلې او ډار احساس نهدی کړی، تل پهکې خوښ دی او نور همسنګران یې هم له خپلو دندو او مسلک نه خوښ دي او پر شته امکاناتو او ژوند شکر وباسي.
په خوست کې د ملي اردو سرتېری سیدولي ساحل وايي، د هېواد هر ګوټ ته چې لاړ شي، خلک ښه چلن ورسره کوي او مینه ورکوي؛ ځکه په وینا یې د ملي اردو ځواکونه ښه روزل شوي، ښه تمرین لري او د دندې پر مهال بېګناه هېوادوال نه ځوروي.
نوموړی له نورو ځوانانو هم غواړي چې د ملي اردو او یا د نورو امنیتي ارګانونو لیکو ته لاړ شي چې افغانستان د تل لپاره سرلوړی، د دوښمن له ګواښه لرې او پر ځان بسیا شي شي.





