
نظامي شنونکي وايي، د امر ستار د وژلو په موخه له عملیاتو نه د حکومت د مشرانو ناخبري د اندېښنې وړ ده.
که څه هم د ملي امنیت عمومي ریاست تراوسه په رسمي ډول د کابل په یوولسمه ناحیه کې د عملیاتو او د یوه محلي قوماندان امر ستار په ګډون د ۵ کسانو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پېښې شاهدان وايي، یاد عملیات د ملي امنیت د صفر یو قطعې له لوري شوي دي.
د دغه محلي قوماندان وژل کېدو، هغه هم د نظامي عملیاتو له لارې د خلکو په منځ کې اندېښنې راپورته کړې دي.
نظامي شنونکي اکبرجان پولاد له سلاموطندار سره په خبرو اترو کې ویلي، استخباراتي شبکې ډېر کله په هغو هېوادونو کې چې په جګړه کې ښکېل وي، د یاد هېواد استخباراتي ادارې له لارې وځي او دقیق هدف ته نه شي رسېدلی.
د نوموړي په وینا، د حکومت په دننه او بهر کې یوشمېر کړۍ د هېواد د استخباراتي ادارې د بېباوره کولو لپاره کار کوي او موخه یې هم د امنیتي ځواکونو، په تېره د استخباراتو ناکام ښودل دي.

هغه زیاتوي، د ولسمشر بېخبري چې د وسلهوال پوځ سرقوماندان هم دی، ښيي چې د سیمې استخبارات دلته لاسوهنې کوي. د نوموړي په وینا، د ملي امنیت له لوري د امر ستار وژل کېدل د اندېښنې وړ دي.
په همدې حال کې یو بل شنونکی محمد حیدري هم د امر ستار پر کور د عملیاتو کول د اندېنښنې وړ بولي او وايي، د ورته ناسنجول شویو عملیاتو کول د امنیتي او کشفي ځواکونو موقف ته زیان رسوي.
ولسمشرۍ ماڼې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امر ستار ته د شهید خطاب کړی، خو څو شېبې وروسته یې له دغې خبرپاڼې د «شهید» کلمه لرې کړې او د پېښې پر څېړلو یې ټینګار کړی دی. خبرپاڼه لیکي، ولسمشر غني اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکي او پایلې یې هم ژر تر ژره ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.
ومو غوښتل چې په دې اړه د ملي امنیت ریاست نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې اړیکو سره سره د هغوی د نظر په اخیستو ونه توانېدو.
اړوند مطالب:





