
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل، ننګرهار او خوست کې له خونړیو بریدونو یوه ورځ وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، طالبانو په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو پر وړاندې جنایتونه کړي او له جګړې پرته بل پیغام نه لري.
د نوموړي په وینا، د جګړې دوام او د سولې پروسې نه پرمختګ د تاوتریخوالي او ترهګرۍ لپاره د طالبانو د ژمنتیا پایله ده.
هغه وايي، د امنیتي او دفاعي ادارو د معلوماتو له مخې، طالبانو د سولې هوکړهلیک له لاسلیک وروسته په دوامداره توګه پر بېګناه افغانانو بریدونه کړي دي.
صدیقي زیاتوي، افغان حکومت او خلکو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک تر لاسلیک وروسته د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو ژمنتیا نه ده لیدلې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ټینګار کوي، افغان حکومت به د ترهګرو ډلو د خونړیو بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
درې وسلهوال پرون د کابل په دشتبرچي سیمه کې پر یوه ۱۰۰ بستریز روغتون برید وکړ چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۲۶ ملکیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.





