.jpg)
د افغانستان او پاکستان د خبرو اترو په څلورمه غونډه کې پاکستاني چارواکیو وویل، چې هېواد یې په خپله خاوره کې طالبان هدف نه شي ګرځولی.
د پاکستان د بحري ځواکونو پخوانی مشر فصیح بخاري په دې غونډه کې وویل، چې افغان حکومت باید د وسله والو طالبانو ډلو د جلبولو له پاره یوه کړنلاره جوړه کړي، چې وسله والې ډلې له جګړې لاس واخلي او د هېواد په جوړولو کې ونډه واخلي.
دغه غونډه د افغانستان د استراتیژیکو مطالعاتو له لوري تېره ورځ (شنبه) په کابل کې جوړه شوې وه.
غونډه د افغانستان او پاکستان د لیدلوري بدلون په پار جوړه شوې وه.
بخاري وايي، چې پاکستان به په خپله خاوره کې له وسله والو طالبانو سره نامناسب چلند ونه کړي.
ده وویل، پاکستان حکومت نه غواړي، چې په واک کې د طالبانو له ګډون وروسته دغه ډله پاکستان ته د دښمن په سترګه وګوري.
د پاکستان د بحري ځواکونو پخوانی مشر وايي، هېڅ ګاونډی هېواد د طالبانو په شان د یو رژیم غوښتونکي نه دی او زیاتوي، دغه د ځېنو هېوادنو ضعف دی، چې د وسله والو طالبانو له پاره امکانات برابروي.
ده وویل، هغه وخت راغلی، چې افغانستان او پاکستان یو بل ته لاس ورکړي او هر اړخیزې مثبتې اړیکې ولري.
.jpg)
د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانی رییس امرالله صالح په دې غونډه کې وویل، چې افغانستان د پاکستان له خوا په یو نااعلان شوي جنګ کې ښکېل دی.
صالح وویل، چې د هند حکومت د افغانستان په ابادولو کې مهم رول لري او د هند له خوا د افغانستان د ملي شورا له پاره د نوې ودانۍ جوړلو یې د دوستۍ یوه بېلګه یاده کړه.
دی وايي، چې پاکستان هم کولی شي، د افغانستان سره د دوستانه اړیکو د ثابتولو له پاره د هند په شان ځان ثابت کړي.
د ملي امنیت پخواني رییس وویل، پاکستان دې د افغانستان د ولایتي شورا ګانو له پاره ودانۍ جوړې کړي.
په دغه غونډه کې د سولې عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد وویل، چې وسله والو طالبانو د سولې په خبرو کې د ګډون له پاره چمتووالی ښودلی او زیاته یې کړه، چې وسله والو طالبانو په خپل دریځ کې بدولون راوستی دی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو اترو په څلورمه غونډه کې شنونکي، دولتي چاروکي، سیاسي ګونډونه، مدني ټولنه او د دواړو هېوادونو پارلمانونو استازیو ګډون کړی و.
د دغو خبرو لومړی او درېیمه ناستې په اسلام اباد او دویمه غونډه یې په هرات کې جوړې شوې وې.





