طالبانو د غزني مالستان کې ۱۳ پولیس وژلي

د غزني ولایتي شورا غړی محمدنعیم توحیدي وايي، د طالبانو سرې قطعې تېره شپه د روزګان ولایت له لوري د غزني د مالستان ولسوالۍ اړوند د پولیسو په لومړۍ کرښې برید کړی چې د ۱۳ پولیسو په وژل کېدو سره دولتي ځواکونه شا تګ ته اړ شوي‌دي.

ښاغلي توحیدي وویل، امنیتي ځواکونه اوسمهال د مالستان ولسوالۍ مرکز ته ستانه شوي‌دي.

د هغه په وینا، د مالستان ـ روزګان ترمنځ پوله کې د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمې طالبانو نیولي دي.

د غزني ولایتي شورا غړي همدارنګه وايي، څو ورځې مخکې د مالستان مرکز ته د پوځ شاوخوا ۳۰ سرتېري استول شوي‌وو؛ خو د عملیاتو اجازه نه‌لري.

هاخوا د غزني امنیې قومندانۍ ویاند احمداخان سیرت د امنیتي ځواکونو شا تګ ادعا بې‌اساسه بولي او وايي، د تېرې شپې نښته کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۲ ټپیان دي.

د طالبانو تلفاتو په اړه تراوسه څه نه‌دي ویل شوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام