بامیان میشتي: له نوي والي سره د وکیلانو مخالفت بې ځایه دی

بامیان میشتي او مدني فعالان وايي، چې دوی د بامیانو د والي په توګه د طاهر زهیر له ګومارلو سره کومه ستونزه نه لري او زیاتوي، چې د دغه ولایت د استازو مخالفت له نوي والي سره بې ځایه دی.

ولسمشر ۳ اونۍ وړاندې د یو فرمان پر بنسټ طاهر زهیر د بامیانو د نوي والي په توکه وګومارلو، خو د مخالفتونو پر اساس زهیر تر اوسه خپلې چارې په رسمي ډول نه دي پیل کړي.

په ولسي جرګه کې د بامیاني وکیلانو له طاهر زهیر سره د مخالفت له امله، په یاد ولایت کې د ولایتي دروازې مخې ته تحصن کړی دی.

خو د دغه ولایت مدني فعالان وايي، که چېرې دغو استازو اعتراض درلود، نو مخکې له دې چې ولسمشر زهیر د بامیانو د والي په توکه معرفي کړي مخالفت به یې کړی و.

د بامیانو ولایت مدني فعال امین ابتهاج سلام وطندار ته وویل، چې د ولسي جرګې استازو دنده د قانون ملاتړ او د قانون له پلې کېدو نه څارنه کول دي؛ نه دا چې د والیانو، ولسوالانو یا نورو لوړ پوړیو چارواکو په ګومارلو کې د ولسمشر د سلاکارانو په توګه کار کول.

ابتهاج وايي، چې د ولسمشر فرمان نافذ دی او باید دغه استازي له خپل دریځه تېر شي.

د دغه مدني فعال په باور، دنده اخیستل د هر افغان وګړي حق دی، څرنګه چې استازي حق لري؛ طاهر زهیر هم دا حق لري، چې د بامیانو د والي په توګه دنده واخلي.

د دغه ولایت مدني فعالان وايي، چې د والي نشتوالی د دې لامل کیږي، چې په ولایت کې کارونه په ټپه ودرېږي او پرمختیايي کارونه په ناسم ډول پر مخ ولاړ شي.

د بامیانو یو شمېر ولسي وګړي هم د نوي والي له ګومارلو په ملاتړ وايي، چې دوی نور د والي له نشتوالي ستړي شوي دي او له ولسمشره غواړي هر څومره چې ژر کېږي، نوی والي وروپېژني.

بامیان میشتی امین الله عیان وايي هیله من دی، چې نوي والي خپلې چارې ژر پیل کړي.

دی وايي بامیان میشتي د طاهر زهیر له معرفي کېدو نه خوښ دي.

له دې ټولوسره- سره د بامیانو ولایت استازي د تحصن خېمو په درولو د طاهر زهیر له ګومارنې سره مخالف دي او وايي، چې دغه والي د بامیانو له پاره مناسب نه دی.

د بامیانو استازي عبدالرحمان شهیداني وايي، چې له دوو میاشتو راهیسې له ولسمشر او اجرایه رییس سره یې په دې اړه خبرې کړي دي، چې بامیانو ته د والي په توګه مناسب کس معرفي کړي.

شهیداني زیاته کړه، که چېرې د ولسمشر له خوا يې غوښتنو ته ځواب ورنه کړي؛ دوی به خپلو مخالفتونو ته دوام ورکړي.

د بامیانو یو بل استازی محمد اکبري د اساسي قانون ۴ مادې ته په اشارې وايي، چې ملي حاکمیت ملت پورې تړاو لري او ملت د استازو پر مټ دغه کار کوي.

د اکبري په وینا، ولسمشر د زهیر د ګومارنې په اړه د بامیان میشتو او استازو سره مشوره نه ده کړې.

ده زیاته کړه، چې زهیر یو افراطي سړی دی او له ولسمشر غواړي، چې په دې اړه غور وکړي او بل مناسب کس د والي په توګه راولېږي.

بامیان د جوزا په ۱۵مه رسما د سارک غړیو هېوادونو د کلتوري مرکز په توګه و ټاکل شو. د دغه ولایت خلک وايي، که چېرې د بامیانو ولایت والي د سارک له چشنوارې مخکې په چارو پیل کړی وی؛ دغه چشن به لا رنګین شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام