
دا پېښه نن شنبې د (ډېسمبر پر ۱۷مه) سهار مهال د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې په سیمه کې د (ده خواجه مانده) ته نږدې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک سلام وطندار ته وویل، چې د کندهار هوایي ډګر کارکوونکي (۵ مېرمنې او یو موټرچلوونکی) هوايي ډګر ته پر لاره وو، چې ناڅرګندو وسله والو یې د سپرلۍ پر موټر برید وکړ، چې په برید کې د کندهار د هوايي ډګر ۵ تنې ملکي ښځینه کارکوونکې او د دوی موټرچلوونکی وژل شو.
خپلواک وايي، بریدګر له سیمي تښتېدلي دي؛ خو پولیسو یې د پلټنې هڅې پیل کړې دي.

یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه ښوولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې وژل شوې ښځینه کارکوونکې د کندهار هوايي ډګر نظامي ډاکټرانې وې.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د نوکریوالۍ څانګه تاییدوي، چې دوی ته د ښځینه مړیو جسدونه ور وړل شوي دي، خو تعداد يې نه شي ښودلی.
د پېښې د مسوولیت په اړه تر اوسه چا څه نه دي ویلي.





