اتمر: پاکستان په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلا کار محمد حنیف اتمر نن (چهارشنبه) په جلال اباد کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې  پاکستان په افغانستان کې د داعش جګړه مارو ملاتړ کوي.

اتمر د داعش ډلې د وروستیو بریدونو او د موجوده حالت د ارزونې په موخه ننګرهار ته تللی.

د ملي امنیت شورا سلا کار محمد حنیف اتمر په غونډه کې وویل، چې داعشي وسله وال د پاکستان هېواد د تابیعت سندونه لري او هغه ځایه راغلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له داعشي وسله والو ډلو سره د مرکزي اسیا او خلیجي هېوادونو ترهګریزې ډلې هم یو ځای شوي دي.

حنیف اتمر وايي، د ځمکنیو او هوايي بریدونو په نتیجه کې د داعش شمېر له زرګونو تنو سلګونو ته راکم شوی دی؛ ځېنې یې وژل شوي او یو شمېر نور یې له افغانستانه تېښتې ته اړ شوي دي.

نوموړي ګواښ وکړ، چې د کوټ ولسوالۍ په جګړه کې د "قرباني" شویو او ټپي شویو حکومتي سرتېرو او ولسي خلکو د وینو غچ به اخلي او پر داعش ډلې به نوي هوايي او ځمکني بریدونه وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلا کار په غونډه کې د ډېورنډ کرښې په اړه وویل، چې د ډېورنډ کرښې پرسر له پاکستان سره معامله ناشونې ده.

ښاغلي اتمر زیاته کړه، پاکستان ته یې په ډانګ پېیلي ویلي، چې افغان دولت په خپل ملي حاکمیت معامله نه کوي او هېڅ داسې افغان به پیدا نه کړي، چې د ډېورنډ کرښې پر سره معامله وکړي.

په ورته وخت کې د امنیت شورا سلا کار ټولې هغه اوازې ردکړې، چې ګواکې د حزب اسلامي سره د سولې خبرې ناکامې شوي دي او زیاته یې کړه، چې کوچني مسایل او ستونزې د سولې خبرو اترو مخه نه شي نیولی.

نوموړي دغه زار وویل، د سیمې هېوادونه یې په دې قانع کړي، چې د ټولو ترهګریزو ډلو په ځپلو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

اتمر وايي، چې په نږدې وخت کې به روسیې ته د مرستو راجلبولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دغه هېواد ته ولاړ شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلا کار په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي، چې یوه اونۍ مخکې د دې ولایت په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله والې ډلې د سیمه ییزو پولیسو او ځايي پاڅون کوونکو په پوستو بریدونه وکړل. داعشیانو په دې بریدونو کې ولسي ماشومان، مېرمنې او نارینه یې په بې رحمانه ډول ووژل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام