کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېر ميلادي کال کې له ۲ زرو ډېر ملکيان وژلي

کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېر ميلادي کال کې د طالبانو په بريدونو کې له ۲ زرو ډېر ملکيان وژل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو له لوري په بريدونو کې تېر ۲۰۱۹ ميلادي کال کې ۲۲۱۹ ملکيان وژل شوي او ۵۱۷۲ نور ټپيان شوي دي.

کورنيو چارو وزارت زياته کړې، چې دا کسان د طالبانو له لوري په هدفي وژنو، ځانمرګو بريدونو، د سړک غاړې ماين چاودنو او بشري ضد حرکتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي. ياد وزارت د ملکيانو په نښه کول جنګي جنایت ياد کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ طالبانو لومړي ځل لپاره د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې په اړه راپور خپور کړ.

 د ياد راپور پر بنسټ په تېر ميلادي کال کې ۵۴۲۳ ملکيان وژل شوي او ۳۲۸۴ ټپيان شوي دي.

طالبانو په دې راپور کې د ملکيانو د وژلو اصلي عاملان امريکايي ځواکونه، داعش ډله، د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس ګڼلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام