
سیمه ییز چارواکي وایي، چې نن سه شنبه( جون ۱۴مه) ګهیځ د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسولۍ کې د کوچیانو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې کوچیان تازه دغه ولسوالۍ ته ورسیدل.
ولایت ته نږدې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په دغه جګړه کې تر اوسه د بهسودو ولسوالۍ ۲ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي، خو نوموړي زیاته کړه، چې د کوچیانو د مرګ ژوبلې په اړه کره جزیات په واک کې نه لري.
د میدان وردګو امنیه قوماندان مل پاسوال خلیل الله اندرابي هم د کوچیانو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ جګړه مني، خو وایي چې سیمې ته يې د جګړې د درولو په موخه اضافي سرتیري لیږلي دي.
انداربي زیاته کړه، چې تراوسه پورې له جګړې ورته د تلفاتو کره شمیره او بشپړ راپور نه دی ور رسیدلی.





