خوستوال د هدفي وژنو ډېروالي اندېښمن کړي

ناپېژاندو وسله‌والو په‌ نږدې ورځو کې د خوست ښار ختیځ او شمال لوري ته خبریال احمد شاه، دوه د ملي امنیت کارکونکي او یو فوټبالر وژلي او د کمپاین د یو سرتېري سر یې غوڅ کړي.

دغه راز همدا دوې ورځې مخکې د یعقوبیو په نوم د خوست ښار ستر جومات کې بمي چاودنې د ۱۷ کسانو ژوند واخېست او ۳۴ نور یې ټپیان کړل.

خوستوال داسې ګڼي چې دا حالت د دې ولایت د رسمي امنیه قوماندان د نه‌شتوالي له امله رامنځته شوی‌دی.

د خوست دوو ښاریانو حبیب کامران او فریدالله قربان سلام وطندار سره په خبرو کې چارواکي ګرم وبلل چې د هدفي وژنو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

دوی غوښتنه کوي چې دې ولایت ته دې وړ امنیه قوماندان ور وپېژندل شي.

ویل شوي د خوست په هدفي وژنو کې دولتي کارکوونکي او سوداګر په نښه شوي؛ خو  ځېنې عادي وګړي چې ښایي د خلکو خپل‌منځي دوښمنیو ښکار شوي‌وي.

د خوست سرپرست امنیه قوماندان عبدالحنان ځدراڼ هم سلام وطندار سره په خبرو کې ومنله چې د رسمي امنیه قوماندان نه‌شتوالی یوه ستونزه ده؛ خو وایي چې دی د امنیت په ټینګښت کې له خپل ټول وسه کار اخلي.

دی ډاډ ورکوي چې په نږدې وختونو کې به دې قوماندانۍ له‌پاره یو نوی قوماندان ورمعرفي شي.

خوستوال زیاتوي، کله چې خوست رسمي امنیه قوماندان درلود؛ امنیتي وضعیت ښه و؛ خو له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې چې خوست رسمي امنیه قوماندان نه‌لري؛ په خوست ښار کې د هدفي وژنو پېښو زیاتوالي تر څنګ د سرک پر غاړیو نشه‌یي توکيو د پلور ترڅنګ غلاوې او یرغمل نیونې زیاتې شوي او د خوست امنیت ورځ تر بلې خرابېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام