داځل لوګري کوچيان د ځمکو پر سر شخړې کوي

د لوګر بره کي برک ولسوالۍ خاکي سيمه کې د کوچيانو او ځايي خلکو تر منځ له تېرو څلورو کلونو راهيسې پر ٢٠٠٠ جريبه ځمکه دعوه روانه ده.

د یادې ولسوالۍ ولسوال انجنیر محمد رحیم امین سلام وطندار ته وویل، له څه مودې راهېسې حکومت د دواړو لورو ترمنځ اوربند کړی ؤ، چې اوس کوچيانو دا اوربند مات کړى.

د امین پر وینا کوچیانو له تېرې ورځې راهيسې يو ځل بيا د بره کي برک او ابجوش ترمنځ پر غځېدلې لاره پاټک اچولې او هغه کسان له لارې راګرځوي چې د ځمکې پرسر یې ورسره لانجه ده.

ده وویل، د کوچیانو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ د راپورته شوې شخړې څخه یې د لوګر ولایتي اداره او مرکزي حکومت خبر کړي دي.

ولسوال وايي، د څو ورځو راهیسې یوشمېر کوچیان دغې ولسوالۍ ته له ننګرهار او خوست څخه بېرته راکډه شوي او په دغه ولسوالۍ کې د خاکي دښتې په کرکیله او د اوبو د څاګانو په ایستلو پېل کړي دي.

همدارنګه د بره کي برک ولسوالۍ امنیه قومانداني چارواکي وايي، چې  د بره کي برک او ابجوش ترمنځ غزیدلې لویه لاره هم کوچیانو د ځای اوسیدونکو پرمخ تړلې ده.

د لوګر د ولايتي شورا غړی محمد ناصر غیرت سلام وطندار ته وویل، د بره کې برک ولسوالۍ د خاکي دښتې پر سر د کوچیانو او ځای اوسیدونکو ترمنځ شخړه د ولایتی اداري له واک څخه وتلي او باید په دې برخه کې مرکزي دولت لاس په کار شي.

د غېرت په وينا، پخوانې ولسمشر حامد کرزي کوچیانو ته فرمان ورکړی، چې په دغه ولایت کې به ورته درې زره جریبه  ځمکه ورکوي، خو تراوسه کوچیانو ته ځمکې نه دي ورکړل شوي.

نږدې دوې مياشتې مخکې هم د همدې ځمکې پر سر د سيمې د خلکو او کوچيانو ترمنځ جگړه شوې وه، چې په ترڅ کې يې له شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

شاوخوا دوې میاشتې وړاندې د پروان ولایت ولايتي شورا غړو هم ويلي و، چې د کوچيانو ځينې کورنۍ په دغه ولایت کې ځمکې غضب کړي دي.

دوی ويلي و، چې کوچيان د افغان حکومت له لوري په دغو ځمکو کې ځای پر ځای شوي دي.

همدارنګه له تېرو ديارلسو کلونو را په ديخوا د کوچيانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ شخړې د مېدان وردک په بهسودو او د غزني ولایت په ناهور ولسوالیو کې له خلکو قرباني اخلي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د دغو دواړو ډلو ترمنځ د شخړوهوارولو راپورونه خپاره شول، خو ليدل کيږي، چې تر اوسه هم دغه شخړې حل شوې نه دي.

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو ټاکنيزو مبارزو کې هم د کوچيانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ د شخړو د هوارولو وعدې کړې وې.

د ولسمشر غني دويم مرستیال سرور دانش د دغې معضلې د حل خبر ورکړی او ويلي يې دي، چې ډېر ژر به د معضلې د داړو خوا ترمنځ جرګه جوړه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام