په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل ملیبن، په افغانستان کې د داعش موجودیت د بشري حقونو له پاره ستره ننګونه بولي.
مایکل ملیبن نن کابل په کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ګډې غونډه کې وویل، چې دوی به په افغانستان کې د داعش په اړه چوپ پاتې نه شي او له افغان حکومت سره به یوځای داعش ودې ته پرې نه ږدي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د داعش د خپرېدا په اړه اندېښنه ښيي.
د بهرنيو چارو وزارت استازي هم د وسله والو ډلو فعالیت د بشري حقونو له پاره یو ستر ګواښ وباله.
مایکل ملیبن د افغانستان عدلي او قضایي بنسټونو د جدي اصلاح په اړه اندېښنه وښوده.
ده د بهرنیو چارو په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو پر خراب حالت، اعدام، شکنجې، د وینا ازادۍ، د معلولو کسانو څخه د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او له دغه ناسم حالت نه یې سر وټکولو.
د بشري حقونو په اړه دغه ګډ بحث د لومړي ځل له پاره کابل کې جوړ شو.
د اروپايي ټولنې سفیر ښاغلي ملیبن وویل، چې هر کال به دغه غونډه تعقبیي جوړیږي، چې څرګند کړي، چې افغان حکومت د بشري حقونو خونديتوب له پاره کړې ژمنې عملي کولای شي کنه؟
افغان ولسمشر د ملي یووالي حکومت په لومړیو کې پر عدلي او قضايي غږ کړی و، هغه کسان، چې د ماشومانو، ښځو او امنیتي ځواکونو د وژنې په جرم بندیان دي؛ پرته له کومې نرمۍ باید د زندان دوره پشپړه کړي.
تر دې وړاندې هم افغان ولسمشر د عدلي او قضايي سیستمونو د اصلاح په موخه د هېواد د یو شمېر حقوق پوهانو او څارنوالانو سره په ارګ کې لیدلي وو.
یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چې د کرزي په تېر ۱۳ کلن حکومت کې فساد ورځ تر بلې په دغه ارګان کې زيات شوی او ترڅنګ يې په ولاياتونو او مرکز کابل کې قوي ملاتړ هم تر لاسه کړی، چې د هېواد په زندانونو کې پراته نيم خلک د دوی له بې عدالتيو او ناحقه پرېکړو د زندان تورو تمبو شا ته اچول شوي دي.
د دوی په وینا که چېرې د اوسني حالت مخنيوی ونه شي؛ هېواد به له بحران سره مخ شي او که عدالت تامين نه شي؛ د عدالت راوستلو لپاره په يو ميکانيزم کار ونه شي راتلونکی به مو ډېر خراب وي.





