طالبانو ۲ مېرمنې د پولیسو سره د خپلوۍ لرلو په تور ووژلې

په بدخشان ولایت کې وسله والو طالبانو ۲ مېرمنې په دې تور ووژلې، چې ګواکې د سیمه ییزو پولیسو له یوه سرتېري سره خپلوي لري.

د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري سلام وطندار ته وویل، دغه دوه مېرمنې تېره شپه د (اکټوبر په ۲۲مه) د وسله والو طالبانو له لوري د وردوج ولسوالۍ په مله کلي کې په ډزو ويشتل شوي دي.

د نظري پر وینا، یوه مېرمن وژل شوې ده او بله سخته ټپي شوې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دې ویلي.

له دې مخکې هم وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت شهدا ولسوالۍ په لب جر کلي کې یوه مېرمن او خاوند یې په دې تور وژلي وو، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره یې مرسته کړې ده.

د بدخشان والي ویاند احمد نوید فروتن وايي، چې طالبانو دغه مېرمنې له کوره راویستلي دي او په ګولیو ویشتي دي.

شهدا د بدخشان له امنو ولسوالیو څخه وه، چې وردوج او جرم ولسوالیو په ناامنیو سره په دې ولسوالۍ کې هم ناامني زیاته شوه.

جرم او وردوج ولسوالیانې له شهدا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ په ګډون د جرم، بهارک، راغستان، شهدا او تګاب کشم ځېنې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام