هلمند کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ شوي

د هلمند ولایت د کډوالو او راستېندونکو چارو مسوولین وايي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له امله شاوخوا ۲ زره کورنۍ کډه کولو ته اړ شوي دي.

د یاد ولایت د کډوالو او راستېندونکو چارو رییس غلام فاروق نورزايي وايي، چې دغه بې ځایه شوي اوسمهال د هلمند لښکرګاه ښار ته کډه شوې دي.

د هلمند په لسو ولسوالیو کې جګړه، ناامني او له بل لوري د سيمو نه په زرګونو کورنيو بې ځایه کېدل د دې ولایت د چارواکو له پاره یوه نوې ستونزه رامنځ ته کړې.

د کډوالو چارو رییس وايي، چې هره ورځ د راستنېدونکو کډوالو سروې کوي او دغه کډوال مرسته کوونکو موسسو ته د مرستو کولو په موخه ور پېژني.

اخوا ځينې ورکډه شوي کډوال وايي، هغه مرستې، چې له دوی سره کيږي اړتياوې يې نه پوره کوي.

جانان او نشترهغه بې ځایه شوي کډوال دي، چې د مارجې ولسوالۍ له ورستیو جګړو نه راغلي، وایې که چیرې د دوی په سیمو کې امنیت راشي ترمرستو به ښه وي.

بل لوري د هلمند ولایت د سره صلیب نړیوالې موسسې ساحوي مرسته کوونکی احمد ولي وایي، چې دوی هڅه کوي د دې ولایت د ټولو بې ځایه شویو کسانو سره د سرې میاشتې په همکارۍ مختلفې مرستې و کړي.

هغه زیاتوي، نن پنجشنبه ( ډسمبر۳۱مه) يې هم د مارجې ولسوالۍ ترسلو زیاتو کورنیو سره د غذایي او غیر غذایي توکو مرسته وکړه.

د لاسه ته راغلو معلوماتو له مخې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې ۲۰ زره کورنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله د هلمند ولایت له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته کډه کولو ته اړ شوي دي.

که څه هم دولتي چارواکو تر ډېره له دغو بې ځایه شويو کورنیو سره د مرستو کولو ژمنې کړې وې، خو ليدل کيږي تر اوسه د دوی ژمنې نه دي عملي شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام