د لوګر د عالي دارالمعلمین سلګونو زده کوونکو او ښوونکو د اعتراض په توګه له تېرو دوو ورځو راهیسې د دغه داروالمعلمین دروازه تړلې ده.
د لوګر د عالي دارالمعلمین ښوونکو او زده کوونکو له سلام وطندار سره په خبرو کې د (اګسټ په ۴مه) د لوګر د دارالمعلمین مشر محمد ایوب شېرزاد او د لوګر د پوهنې رییس پر فساد تورن کړل.
د دارالمعلمین یو ښوونکي محمد اکرم سلام وطندار ته وویل، چې محمد ایوب شېرزاد او د لوګر د پوهنې رییس محمد اکبر ستانکزي د دغه دارالمعلمین د ښوونکو او زده کوونکو د معاشونو او لیليې پیسې خوړلي دي.
د ده په خبره، شېرزاد د دارلمعلمین د استنادي دېوالونو پیسي شخصي جېب ته اچولي او په اداره کې یې خپلوان ګومارلي دي.
دغو ښوونکو سلام وطندار ته وویل، تر څو چې د لوګر د عالي دارالمعلمین مشر محمد ایوب شېرزاد له دندې ګوښه شوی او څارنوالۍ ته معرفي شوی نه وي؛ دوي به د اعتراض په توګه تدریس ته رانه شي.
په ورته وخت کې د لوګر د عالي درالمعلمین یوه زده کوونکي برات خان سلام وطندار ته وویل، چې په دارالمعلمین کې ورته له تېرو درېیو اونیو راهيسې درس نه دی ویلی شوی او ښوونکو درسي اعتصاب کړی دی.
نوموړي د لوګر له ولایتي ادارې او پوهنې وزارت نه غوښتنه وکړه، چې محمد ایوب شېرزاد له دندې لرې او پر ځای یې بل وړ شخص پر دنده وګوماري.
برات خان وايي: "سږ کال مو هیڅ درس نه دی ویلی او د سمستر وروستۍ ازموینې مو هم په درسي اعتصاب کې تېرېږي."
د لوګر درولایتي شورا غړي محمد ناصر غیرت د لوګر د عالي دارلمعلمین د ښوونکو او زده کوونکو نیوکې پرځای وبللې او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به د دوی دغه نيوکې د پوهنې له وزیر سره شریکې کړي.
په همدې مهال کې د لوګر د پوهنې مرستیال وزیر احمد مهمند وایې، په دې اړه یو ګډ هیت ټاکل شوی او تر څېړنو وروسته به معلومه شي، چې شېرزاد د زده کوونکو او ښوونکو پر وړاندې څومره فساد کړی دی.
خو د لوګر د عالي درالمعلمین مشر محمد ایوب شېرزاد سلام وطندار ته په ده ټول لګېدلي تورنه رد کړل او زیاته یې کړه، چې هره ورځ څارنوالۍ او حساب ورکولو ته تیار دی.
د لوګر عالي دارالمعلمین شاوخوا ۱۲ سوه زده کوونکي لري، چې ۴ سوه یې نجونې او پاتې نور یې هلکان دي.
دغه دارلمعلمین د مرکز په ګډون په محمداغې، بره کی برک او خوښۍ ولسوالۍ کې څانګې لري.




