په میدان وردګو کې ۷ تنه کوچیان تښتول شوي

د میدان وردګ وچارواکي وايي، د تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ناپیژانده کسانو له لوري ۷ تنه کوچیان تښتول شوي دي.

ښاغلي د میدان وردګ والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې یاد کسان د بهسودو ولسوالۍ بازار ته د سودا رانیولو لپاره تللي وو، چې په لاره کې د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوي دي.

هغه زیات کړه، چې په دې اړه د میدان وردګو ولایت مقام، ولایتي شورا، امنیې قوماندانۍ او قومي مخورکار کوي، چې تښتول شوي کسان د تښتوونکیو له منګلو وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو درېیو ورځو راهيسې په بهسودو او دایمیرداد ولسوالیو کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې روانې دي.

په تېرو نښتو کې له دواړو لورو، یو – یو تن وژل شوی او یو ټپي شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام