جوزجان؛ طالبان پر پاکستان روسي ټانګونه پلوري

د جوزجان ولایت د خم‌اب ولسوال انجینر احمد سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو د روسانو له دورې نه پاتې ۶ زرهي ټانګونه ټوټه ټوټه کړي او د ۷۰۰ زرو افغانیو په بدل کې پر پاکستان پلورلي دي.

د نوموړي په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو په دې ولسوالي کې وضعیت ناسم لروي ته ځي او له هغه وروسته چې طالبانو د خم‌اب ولسوالي ځینې برخې نیولي، د ولسوالي امکانات یې چور کړي او پر خلکو هم نوي قوانین پلي کوي.

په همدې حال کې د جوزحان د والي مرستیال عبدالرحمان محمودي د دې موضوع د تایید ترڅنګ وايي، که څه هم یاد ټانګونه له کاره لوېدلي، خو طالبان یې په نیمه بیه پر پاکستان پلوري او په پیسو یې وسلې او نور تجهیزات پېري.

نوموړی زیاتوي، ډېر ژر به په یادې ولسوالي کې عملیات پيل او له طالبانو به یې پاکه کړي.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد دا موضوع ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام