میدان وردګو کې یو مېړه خپله شل کلنه ښځه ووژله

چارواکي وایي د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې یوه شل کلنه مېرمن د خپل خاوند له لوري ووژل شوه.

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د (سپټمبر په ۳مه) سلام وطندار ته وویل، چې دغه پېښه نن ماښام نېږدې ۶ بجې د نرخ ولسوالۍ په اول خېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې وژل شوې مېرمن شکیلا نومېږي. د خوږياڼي په خبره، لومړني معلومات ښيي، چې د خپل خاوند نورالرحمن له لوري زندۍ شوې او وژل شوې ده.

د ده پر وینا، د یادې پېښې په اړه امنیتي ځواکونو د نورالرحمن د نیولو هڅې پیل کړي او همدا راز د پېښې د څېړنې له پاره سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.

د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسې وحیدې ښکلې پژواک ته وویل د شکیلا خاوند تر پېښې وروسته له سیمې څخه تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونو یې لا تر دې دمه د نیولو هیڅ هڅه نه ده کړې.

تردې وړاندې هم په یاده سیمه کې یوه ښوونکې د خپل ورور له لورې د دندې د ترسره کولو له امله په ډزو سره ټپي کړې وه او په همدې اونۍ کې یو ملا هم په بغلان کې خپله ښځه هم وژلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام