دفاع وزارت: که د فساد مخنیوي کې پاتې راشو؛ بهرنۍ مرستې بندیږي

د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، که فساد سره جدي مبارزه ونه شي؛ مرستندویه هېوادونه خپلې مرستې بندوي.

د ملي دفاع وزارت تخنیکي او لوجستکي مرستیال غلام سخي احمدزي په خبري غونډه کې وویل، د فساد مخنیوي له‌پاره یې په دغه وزارت کې ځينې پروګرامونه پلي کړي دي.

د احمدزي په خبره، که دوی په ملي دفاع وزارت کې د فساد په مخنیوي کې پاتې راشي؛ مرستندویه هېوادونه به پوځ سره خپلې مرستې بندې کړي.

د دې وزارت تخنیکي او لوجستیکي مرستیال وايي، په وروستیو شپږو میاشتو کې یوزرو او ۶۶۵ منسوبین، چې په خپلو پوستونو کې یې له ۳ کلونو زیاته دنده ترسره کړې وه، تبدیل کړي دي.

احمدزی وايي، د تبدیل شویو منسوبینو له شمېره ۹۶۶ هغه یې د اکمالاتو او تدارکاتو برخې منسوبین دي.

د ملي دفاع وزار تخنیکي او لوجستیکي مرستیال وايي، د خیالي سرتېرو د تثبیت له‌پاره یې د منسوبینو په ډله کې د "هرمز" په نوم د بایو متریک پروګرام پيل کړې دی، چې تراوسه ۱۰ بېلابېلې ډلې په قول اردوګانو کې د بایو متریک کولو له‌پاره ګومارل شوي دي.

دی وایي، د ملي پوځ له ۱۹۵ زرو سرتېرو څخه تراوسه ۸ زره ۳۱۸ کسان بایو متریک شوي دي.

غلام سخي احمدزی وايي، د سرتېرو یوزرو او ۵۰۰ دوسیې چې ۲ زره او ۲۴۹ سرتېرې یې په اړه د بېلابېلو جرمونو له کبله تورن دي؛ عدلي او قضايي بنسټونو ته لېږلي دي.

احمدزي وویل، تراوسه د ملي دفاع وزارت ۱۹۰ جنرالانو او ۹۰۰ منسوبینو چې د ملي دفاع وزارت په تدارکاتو او لوجستیک برخو کې دندې لري خپلې شتمنۍ ثبت کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام