د نورستان څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې په دغه ولایت کې د افغان دولت له پاره د ديني عالمانو تبلیغ او هڅونو تاثیر کړی او وسله والې ډلې يې د افغان دولت سره يوځای کېدو ته رامات کړي دي.
د ياد ولایت امنيتي چارواکي سلام وطندار ته په دې وروستيو کې د یو ۱۰ کسیزې وسله والې ډلې يو ځای کېدل يې ښکاره بېلګه بولي.
د لویدیځ نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې نن یکشنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/ مې ۲۴) د دولت مخالف ۱۰ کسیزه وسلواله ډله، چې تر دې مخکې یې د قومندان محمد نبي تر مشرۍ لاندې جنګېدل د شته وسلو سره دولت ته تسلیم شول.
د يادې وسله والې ډلې قومندان محمد نبي وویل، دوی پخوا په دې عقيده وو، چې وسله وال فعالیت به دوی له پاره په جهاد کې حساب شي او په همدې عقيده يې په بېلابېلو وسله والو تخریبي فعاليتونو کې برخه هم اخیستې وه.
محمد نبي وايي، چې له دې وروسته به د ده دنده د نورو وسله والو ډلو پوهول او د سولې پروسې سره يوځل کول وي.
په غونډه کې د ملي ځواکونو د همغږۍ قومندان برید جنرال محمد رفېع نورستاني د یو ځای شويو وسله والو مخالفينو څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د نورو وسله والو ډلو د یوځای کېدو له پاره خپلې هڅې زياتې کړي.
د نورګرام امنیه قومندان څارمن اختر محمد سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د دوی هڅه روانه ده، څو له نورو وسله والو ډلو سره په اړيکه کې شي او له يوځای کېدو څخه وروسته هغه امتیازات، چې دوی ته د مخالفو وسله والو له لوري ورکول کيږي دوی ته هم برابر کړي.
د نورستان چارواکي وایي، که څه هم یو شمېر سیمو کې وسله وال له دولت سره د جګړې پلانونه هم لري، خو په وينا يې له دې سره سره بیا هم د پخوا په پرتله اوسمهال په دغه ولایت کې وسله وال بريدونه کم شوي.
هغه يې عمده لامل په سیمه کې د قومي مشرانو او علمای کرامو فعالیتونه بولي.
د دوی په وينا، ديني عالمان د دولت د مشروعیت نه د خلکو په اګاه کولو کې یې ډیر کار کړی.
د يادولو ده، چې دا لومړی ځل نه دی چی لس کسیزه وسله واله ډله له دولت سره یوځای کیږي، له دې وړاندې هم ۲۷۸ تنه د نورستان له بېلابېلو سيمو نور وسله وال هم له دولت سره د سپکو او درنو وسلوسره یوځای شوي، چې د چارواکو په وینا تر ډېره په دې سره امنیت کې هم مثبت تغیر ليدل کيږي.





