چین افغانستان ته د سولې راوړو سینه ډبولې

چين به افغانستان سره د سولې راوستو په برخه کې مرستې وکړي

 د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال سراج الحق سراج سلام وطندار ته دیوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې و ویل؛ چې د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په لومړي پړاو کې چين افغانستان ته د سولې راوړو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.

د دغو خبرو اترو مشري د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خلیل کرزي، د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ليوجيانچاو او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز احمد چوهدري کوله.

د بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستيال زياتوي: « پاکستان د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړ.»

همدارنګه د ياد وزارت له لوري په راليږل شوې خبر پاڼه کې هم راغلي؛ د دريو هېوادونو چارواکي دې هوکړې ته ورسېدل، چې په افغانستان او  سيمه کې د سولې او ټيکاو راوستو په موخه به  خپلې هلې ځلې جاري ساتي؛ خو د پاکستاني او چينايي لوړ پوړو مقاماتو له لوري هم غوښتنه شوې، چې په دغه برخه کې رغنده ګامونه واخیستل شي.

افغان چارواکو هم د پاکستان او چين مرستې د افغانستان د سولې په برخه کې اړينې وبللې.

څه موده وړاندې د طالبانو ځينو لوړ پوړو مشرانو چين ته سفر کړي و او طالبانو هم دا منلي، چې دوی د چينايي چارواکو سره خبرې اترې کړي، خو په دغه برخه کې يې د چين منځګړيتوب په کلکه رد کړی.

خو دسولې عالي شورا بیا د چین منځګړيتوب ته په ښه سترګه ګوري او زیاتوي، چې چين به وکولی شي د طالب مشرانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي.

چين هغه هېواد دی، چې د پاکستان ډیره اقتصادي برخه پر دغه هېواد ولاړه ده او پر پاکستان بيا د ترهګریزو ډلو سره داړيکو په تور ګرم بلل کيږي.

د چارو کار پوهان بیا په دې نظر دي، چې دافغانستان په جګړه کې د چین بې پريتوب او پر پاکستان نفوذ کولی شي، چې پاکستاني چارواکي افغانستان کې سولې سره ښکاره او اغیز لرونکي مرستې ته اړ باسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام